تازه خبرونه
د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۲۴۶۰ بندیان خوشې شول
(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۲)
سترې محکمې نن چارشنبه (د وري ۳۰ ) تویت کړی، چې د کوچني اختر پر مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د مشر ملا هبةالله آخوندزاده د فرمان له مخې ۲۴۶۰ بندیان، چې د بښنې وړ ول؛ خوشې شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د ۴۷۱ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.
ویل کېږي، چې له دې مخکې په ټول هېواد کې د بښنې وړ بندیانو د خوشې کولو لپاره یوه څېړنیزه کمتهه جوړې شوې، چې تر دې دمه په ټول هېواد کې ۲۴۶۰ بندیان له څېړلو وروسته خوشې شوي دي.