نړۍ
د کویت امیر شیخ نواف مړ شوی او شیخ مشعل یې ځایناستی وټاکل شو
د کویټ امیر نواف احمد جابر الصباح د شنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲۵ ) د ۸۶ کلونو پر عمر مړ شو.
د کویت ( امیري دیوان) د خبرپاڼې له مخې؛ د «نواف احمد جابر الصباح» د مړینې لامل د هغه ناروغی یاده شوې ده.
له دې مخکې د کویت رسمي خبري اژانس (کونا) راپور ورکړی و، چې نواف احمد جابر الصباح د ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر شوی دی.
نواف احمد جابر الصباح د کویت د وسلهوالو ځواکونو عمومي قومندان هم و، چې د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر پر ۲۹ د خپل ناسکه ورور صباح احمد جابر الصباح له مړینې وروسته د کویت امیر شو.
۸۳ کلن ولیعهد شیخ مشعل الاحمد الصباح په ۲۰۲۱ کال کې د نواف احمد جابر الصباح د کمزورۍ پر لامل د کویټ اصلي واکمن او ځایناشتی شو او امیر خپلې ډېرې دندې وروسپارلې.
کویت ۴۰ ورځنی ماتم او درې ورځې رسمي دفترونه تړلي اعلان کړل.
د نړۍ مشرانو د شیخ نواف ځای ناستی شیخ مشعل، د الصباح کورنۍ او د کویت خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د افغانستان اسلامي امارت هم د شیخ نواف پر مړینه د تسلیت پیغام خپور کړ، چې په کې څرګنده شوې؛ له خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کویټ امیر شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح وفات شوی دی. د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغان ملت په دې ستر غم کې د کویټ له خلکو سره ځان شریک ګڼي.
د بريتانيا لومړي وزير رشي سنک په ایکس کې لیکلي، چې د شيخ نواف د مړينې پر خبر اورېدو خواشينی شوم، هغه د بریتانيا يو ستر دوست و، چې ياد به يې تل ساتل کېږي.
د اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې شیخ نواف یو هوښیار مشر و، چې د کویټ او عربي متحده اماراتو د اړیکو په پیاوړتیا کې یې لوی رول لوبولی و.
کویت د نړۍ اوومه ستره تېلي زیرمه لري؛ له سعودي عربستان او عراق سره پوله لري او له ایران څخه د خلیج په اوږدو کې پروت دی. دا هېواد په ۱۹۹۰ ز. کال کې عراق اشغال کړ. کله، چې په ۱۹۹۱ کې امریکا او نورو هېوادونو عراق ته ماتې ورکړه؛ نو کویټ یې هم آزاد کړ.
کویت په پارلماني ګوندونو بندیز لګولی؛ خو اوس هم د سیمې یو له سیاسي پلوه لیبرال دولت دی، چې د یوه ګټور سیاسي بحث او د سیمې تر ټولو ځواکمنه ټاکل شوې مقننه جرګه ده، چې سني، شیعه، لیبرال او اسلامپال په کې خپلې ونډې لري.
