تازه خبرونه

د کډوالو ادارې مشر د قطر له لومړي وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱, ۱۴۰۲)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر د قطر له لومړي وزیر سره پر افغانستان بحث او خبرې وکړې او له دوحه یې غوښتي، چې له مرستندویه بنسټونو سره کلک ودرېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فلیپوګراندي او د قطر لومړي وزیر د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان د اقتصادي ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

ګراندي د جمعې پر ورځ پر ایکس پاڼه لیکلي: زه د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني څخه مننه کوم، چې مونږ ته یې په سودان، افغانستان او نورو ځایونو کې د ننګونو په اړه د خبرو لپاره وخت راکړ. په داسې حال کې، چې مرستندویه ادارې مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ ته د ځواب ویلو لپاره مبارزه کوي؛ ما د قطر له رهبرۍ او ملاتړه وغوښتل، چې په دې اړه ټینګ ودرېږي.

د کار پوهانو د څرګندونو له مخې: د نړیوالې ټولنې مرستې د یو څه وخت لپاره اغېزمنې تمامېدای شي، خو دا ډول مرستې د تل لپاره دوام نه‌شي کولی؛ نو اسلامي امارت باید د افغانستان د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره اوږد مهاله او لنډ مهاله پلانونه تر لاس لاندې ونیسي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا وايي: بشري مرستې په ټوله کې اغېزمنې نه‌دي او یوازې په لنډه موده کې مرسته کولی شي. اړتیا ده، چې اسلامي امارت له نړۍ سره خپلې سیاسي ستونزې حل کړي او خپل پلانونه ولري.

یو شمېر نور بیا وايي، چې افغانستان بشري مرستو ته اړتیا لري او دا مرستې باید د افغانستان د اقتصادي وضعیت تر ښه کېدو پورې روانې وي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي: له بده مرغه، چې د افغانستان خلک مرستو ته اړتیا لري او د افغانانو اړتیا اوس هم نه‌ده کمه شوې او د نړیوالې ټولنې پر مرستو تکیه احساسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوي او د هغو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، چې مرستو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version