تازه خبرونه
د کډوالو د بېرته ستنېدونکو لپاره د مرستو راټولولو او وېش د پلاوي کړنلاره توشیح شوه
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کړنلاره یو پیلیزه، درې بابه، څلور فصلونه او ۱۴ مادې لري او د مرکزي او ولایتي پلاویو لهخوا به د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او وېش په برخه کې عملي کېږي.
د عدلیې وزارت ویلي، چې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو راټولولو، جلبولو او وېش د پلاوي کړنلاره د اسلامي امارت د رهبر له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپره شوې ده.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کړنلاره یو پیلیزه، درې بابه، څلور فصلونه او ۱۴ مادې لري او د مرکزي او ولایتي پلاویو لهخوا به د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او وېش په برخه کې عملي کېږي.
په دې سند کې د مرکزي او ولایتي پلاویو جوړښت او صلاحیتونه، د مرستو د جلب، راټولولو، ثبت، ساتنې او وېش طریقې، د نغدي، غیرنغدي او خدماتي مرستو څرنګوالی، د مرستو د وېش د څارنې میکانیزم او د مرستو د ترلاسه کولو او وېش په برخه کې ممنوع موارد روښانه شوي دي.
د کړنلارې له مخې، مرکزي پلاوی اړ شوی، چې د مرستندویانو او د بېرته ستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو نوملړ جوړ کړي او د نورو مرستو د جلب لپاره له کورنیو مرستندویانو او بهر مېشتو افغانانو سره رسمي خبرې وکړي.
عدلیې وزارت زیاتوي، چې په دې کړنلاره کې د مرستو د جلب لارې چارې هم تشریح شوې دي او له رسمي لارو پرته د بهرنیو یا کورنیو مرستو راټولول د اسلامي امارت د قوانینو او اصولو خلاف او منع شوي دي.
په همدې خپرونه کې د اسلامي امارت د رهبر هغه فرمان هم خپور شوی، چې له مخې یې د چارو ادارې اړوند د کورونو د څېړنې ریاست لغوه شوی او مسوولیتونه یې سترې محکمې ته سپارل شوي دي.