تازه خبرونه

د کډوالو له حقونو څخه د سرغړونو مخه ونیسئ – امیر خان متقي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې د شنبې پر ورځ د وري دېرشمه) په کابل کې ترسره شوه؛ دواړو خواوو د کډوالو، سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ، ټرانزیټ او لویو ګډو پروژو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل.

Published

on

Last Updated on: وری ۳۱, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي په کابل کې له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره په لیدنه کې له دغه هېواده وغوښتل، چې د افغان کډوالو له حقونو څخه د سرغړونې مخه ونیسي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې د شنبې پر ورځ د وري دېرشمه) په کابل کې ترسره شوه؛ دواړو خواوو د کډوالو، سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ، ټرانزیټ او لویو ګډو پروژو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل.

امیر خان متقي د افغانستان او نړۍ د هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان ترمنځ د متقابل درناوي پر بنسټ د مثبتو اړیکو ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي؛ اسلامي امارت یوه متوازنه پالیسي غوره کړې، چې د پاکستان په ګډون له ګاونډ هېوادونو سره د همکارۍ په پراختیا کې مرسته کوي.

متقي په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او په بېلابېلو سکټورونو کې د پرمختګ لپاره د شته فرصتونو په اړه هم خبرې وکړې او وایي، چې افغانستان له پاکستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پروژو پراخولو ته لیواله دی.

هغه همدارنګه د پاکستان له چارواکو وغوښتل، چې په دې برخو کې د موجوده ستونزو د حل لپاره اغېزمنې هڅې وکړي او د نورو ډېرو همکاریو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه هم څرګنده کړه او د پاکستان له چارواکو یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو له حقونو څخه د سرغړونې مخه ونیسي.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار افغانستان ته د خپل سفر په اړه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې دا سفر کولی شي د اړیکو په ښه کولو او د دوه اړخیزو همکاریو پراخولو کې مرسته وکړي.

هغه متقي ته هم بلنه ورکړه، چې پاکستان ته سفر وکړي.

ډار دا هم ویلي، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیا لپاره به پر ډېری سوداګریزو توکو تعرفې کمې شي او د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې به اغېزمن ګامونه هم پورته شي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا ته ژمن دی او د دې هدف لپاره به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دغو خبرو په بهیر کې دواړو خواوو د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا، ګډې همکارۍ، د ویزو د صادرولو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د چټک لېږد، د سوداګرۍ ودې او د افغان – ټرانس اوسپنې‌پټلۍ، کاسا ۱۰۰۰ برښنا، ټاپي ګاز او ټاپي برښنا ته ورته پروژو پر اړتیا هم خبرې وکړې.

دغه راز پرېکړه وشوه، چې د راپورته شویو مسلو او موجوده ستونزو د حل لپاره به ګډې کمیټې جوړې شي.

Trending

Exit mobile version