تازه خبرونه
د کډوالو چارو وزیر د بریټانیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې پر بشري مرستو ټینګار څرګند کړ
لینډسي د اړمنو او کډوالو د ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت له هڅو ستاینه کړې او د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره د بریټانیا د بشري مرستو په برخه کې د څلور میلیون پونډو له ځانګړي کولو یادونه وکړه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي رچارډ لینډسي سره د لیدنې پرمهال پر بشري همکاریو، د کډوالو او راستنېدونکو وضعیت او استوګنځایونو جوړولو بحث او خبرې کړې دي.
لینډسي د اړمنو او کډوالو د ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت له هڅو ستاینه کړې او د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره د بریټانیا د بشري مرستو په برخه کې د څلور میلیون پونډو له ځانګړي کولو یادونه وکړه.
هغه زیاته کړې، چې د بشري اړتیاوو زیاتوالی د راستنېدونکو او طبیعي پېښو له کبله د زیانمنونکو لپاره دي او لندن به په دې اړه خپل ملاتړ روان ساتي.
د بریټانیا له بشري مرستو څخه د هرکلي پرمهال د کډوالو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له کډوالو او اړمنو سره د مرستې لپاره خپلې ټولې سرچینې کاروي او د راستنېدونکو لپاره د استوګنځایونو جوړول روان دي.
مولوي عبدالکبیر د استوګنځایونو جوړول د کډوالو د بحران د حل او د راستنېدونکو د ژوندانه د شرایطو د ښه کولو لپاره یو اړین ګام وباله او په دې برخه کې یې د نورو ملګرو هېوادونو مرستې اړینې وبللې.
