نړۍ
د کیف په ګډون د اوکراین یوشمېر نور ښارونه هم چاودنو ولړزول
د دوشنبې پر ورځ د اوکرایین پلازمېنه او یوشمېر نور ښارونه له هغې وروسته چاودنو ولړزول، چې د روسیې ولسمشر او دفاعي چارواکو اوکراین د کریمیه د اوږده پله پر چاودنه تورن کړ.
رویترز د اوکرایني چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ روسیې د پلازمېنې کیف په ګډون د اوکراین پر لویو ښارونو ۸۳ توغندي توغولي، چې ۴۳ یې له لګېدو مخکې شنډ شوي دي.
اوکرایني ځواکونو په ډاګه کړې، دغه توغندي له کسپين او تورې بحېرې توغول شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې له خپرو شویو انځورونو ښکاري، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې له ودانیو لوګي پورته شوي دي.
د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې رسنیو ته ویلي، چې د دوشنبې په سهارنیو بریدونو کې یو شمېر کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېر یې معلوم ندی.
دا بریدونه داسې مهال شوي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کریمیه پر پله د شنبې د ورځې چاودنې پړه د اوکرایین پر استخباراتو اچولې او دا یې یو ترهګریز برید نومولی دی.
روسیې سرچینو تر دې دمه د دغو بریدونو په اړه څه ندي ویلي.
