تازه خبرونه

د ګرځند کریدت کارتونو ۲.۲ میلیارد افغانیو ډېر عاید حکومت ته سپارل شوی

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۲, ۱۳۹۹)

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، چې د روان مالي کال له پیل راپدیخوا د ګرځند(موبایل تیلیفون) کریدت کارتونو له لس سلنې مالیې ۲.۲ میلیارد افغانیو ډېر عاید  راټول شوی او د حکومت خزانې ته سپارل شوې دي.

وزارت زیاته کړې، چې دا مالیه د ریل تایم سیستم له کارولو راټوله شوې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عبدالصمد حامد پویا څرګنده کړې، چې مونږ د ۲۰۲۰ کال له پیله تر دې دمه ۲.۲ میلیارد افغانیو ډېرې راټولې کړي او حکومتي خزانې ته سپارل شوې دي.

د هېواد کارپوهان پدې باور دي، چې اوس هم په دې لس سلنه مالیې راټولولو کېرڼښت او  شفافیت نشته.

دوی ويلي؛ تر دې دمه د مخابراتو وزارت ندی توانیدلی، چې د مخابراتي شرکتونو د فعالو سیم کارتونو او مصرف کوونکیو کارتونو حسابونه تائید کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سلیم توپان ویلي: مونږ دا منو، چې د مخابراتو وزارت یو څه کار کړی؛ خو که د لګښت کارتونو ۱۰ سلنه مالیه هم رڼه راټوله شوې وي؛ نو شمېر به یې له راټول شوي عایده لوړ شي.

د ریل تایم یا د رښتیني وخت سیستم په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې تر ټولو جنجالي موضوع وه او ده. نیوکه دا ده، چې د رښتیني وخت سیستم نیمګړی دی او نشي کولی په شفاف ډول د ګرځند پېرودونکیو له لګښتیزو کارتونو  لس سلنه مالیه راټول کړي.

Trending

Exit mobile version