سیمه ییز خبرونه

د گاونډ هېوادونو پر فرهنگي يرغل اندېښنه څرگنده شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جر گې يو شمېرغړيو او د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين د گاوند هېوادونو پر فرهنگي يرغل اندېښنه وښوده .

د ولسي جرگې يو شمېرغړي  ځينې  رسنۍ تورنوي، چي د گاونډ هېوادونو ژبې ته وده وركوي او داسې خپروني خپروي، چي د افغانانو د فرهنگ او عقيدې خلاف دي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت چارواكي هغه تورونه په كلكه ردوي، چي گواكې دغه وزارت د هغو دوه افغان فلمونو د نشر مخه نيولې، چي په ايران كې د افغان كډوالو له ناخوالو ډك ژوند انځوروي.

د اريانا ټلويزيون خبرياله فريده سوما د ولسي جرگې د غونډې نور جزييات په لاندې توگه وړاندي كوي:

د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين د سه شنبې په ورځ(د تلې په ۲۶) د ولسي جرگې ديني او فرهنگي كميسيون ته غوښتل شوى و، چې د مدرسه نومي  افغان فلم د نه نشر د مخنيوي په اړه دغه كميسيون ته معلومات وركړي.

د نوموړي په وينا تراوسه د فلم د خپريدو د مخنيوي په باب دوى ته د دغه فلم د جوړوونكي لخوا هيڅ ډول كتبي شكايت نه دى شوى.

د نو موړي په وينا د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د دغه فلم د خپريدو مخه نده نيولې . د فلم جوړونكى كولى شي خپل فلم د هرې رسنۍ يا ټلويزيون له لارې خپور كړي.

له دې سره، سره ښاغلي رهين او د ولسي جر گې يو شمېرغړيو وويل، چې:

اوس مهال افغا نستان د يو شمېرهېوادونو تر فرهنگي يرغل لاندې دى، چې د افغا نستان د راتلونكي نسل لپاره به ناوړه پايلې ولري.

د ولسي جرگې يو شمير غړو يو شمير رسنۍ په دې تورنې كړې  چې د ګاونديو هيوادونو د ژبي او فر هنګ د خپرو لو لپاره  افغاني عقيدي او كلتور تر پيښو لاندي كوي.

ښاغلي رهين زياته كړه، چي دوى د دغو رسنيو د اصلاح لپاره لومړى له توصيې كار اخلي او كه اصلاح نه شي؛ نو څارنوالۍ ته بې  ور وپېژني.

دا په داسې حال كې ده، چي تېره اوونۍ د مدرسه نومي افغان فلم د خپريدو مخه نيول شوې وه، چي په ايران كي د افغان كډوالو د ژوند ناخوالې يې انځور كړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version