سیمه ییز خبرونه

د گردېز- خوست لويه لار د ترافيكو پرمخ تړل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په پكتيا كې د سختو بارانونو د اوريدو له کبله دگردېز- خوست لويه لار د ترافيكو پرمخ تړل شوې ده.

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، تېره شپه ناوخته دپكتيا ولايت په گڼو سيموكې څلورساعته پرله پسې  سخت باران ووريد، چې له کبله يې يو په شمېرسيموكې مالي زيانونه واوښتل.

دپكتيا ولايت مرستيال والي عبدالولي سهي آريانا نيوزته وويل، د سټوكنډو په سيمه كې د گردېز- خوست د لويې لارې په اوږدو كې د غره د يوي برخې د ښوويدو له کبله، ياده لار د ترافيكو پرمخ تړل شوې ده.

د ده په وینا، سيمې ته كاري تيم له وسايلو سره ليږل شوی؛ امكان لري، چې له غرمې ورسته ياده لار د ترافيكو پرمخ پرانيستل شي.

دخوست-گردېز د لويې لارې د تړل شوې سيمې دواړو خواووته په سلگونه باروړونكي او مسافر وړوونكي موټر دريدلي دي.

د پكتيا ولايت د مرستيال په خبره، ددې ولايت په نورو سيموكې هم ورښت شوى او د زيانونو د معلوموولولپاره يې اړوند ارگانونو ته دندې سپارل شوي دي .

Trending

Exit mobile version