تازه خبرونه
د یرغمل شویو کسانو د لټون په عملیاتو کې له سلو زیات وسلوال مخالفین وژل شوي دي
د ولسمسشر دوهم مرستیال وایي، د زابل په ولایت کې د یرغمل شویو کسانو د لټون په عملیاتو کې له سلو زیات وسلوال مخالفین وژل شوي دي.
سرور دانش وایي، ولسمشر امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د یرغمل شویو کسانو د ژغورنې لپاره له هرې طریقې او وسیلې چې په واک کې لري، استفاده وکړي.
بلخوا د تښتول شویو مساپرو د کورنیوځینې غړي خبرداری ورکوي چې که یرغمل شوي کسان د وسلوالو له منګولو خلاص نه شي، بې نظمي به را منځته او مسول به یې ولسمشر او اجراییه رییس وي.
خو علی محمد د دیرش کلن خدا بخش ورور دی چې نهه ورځې وړاندې په زابل کې له خپلو دیرشو ملګرو سره د مخ پټو وسلوالو له خوا وتښتول شو. علي محمد وایي، حکومت باید پرینږدي چې له څلورو وریرونو یې د پلار سیوری لرې شي.
د یودیرشو یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د قومي مشرانو هڅو پایله ورنکړه او افغان ځواکونو د سې شنبې په سهار د هغوي د ژغورنې لپاره عملیات پیل کړل.
امنیتي مسولین وایي، د یرغمل شویو د ژغورنې هڅې پنځوس فیصده پر مخ تللي دي.
افغان ځواکونه په دې باور دي چې ښایي یرغمل شوي کسان د خاک افغان ولسوالۍ په یوه کلي کې د وسلوالو له خوا ساتل کیږي.