سیمه ییز خبرونه
د یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل
د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسلهوال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.
د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن پر رسمیت پېژندل شوي حکومت اعلان کړی، چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو لپاره یې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسلهوال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.
د حکومت پوځي ویاند هم له حوثیانو غوښتي، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدي.
حوثیانو له ۲۰۱۴ز. کال راپدېخوا د یمن پلازمېنه صنعا او د هېواد د شمال لویدیځې برخې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې ساتلي دي. په دغو سیمو کې د یمن ډېری وګړي ژوند کوي.
د یمن حکومت د عملیاتو د پیل اعلان داسې مهال کړی، چې حوثیانو ویلي، د بالسټیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر مټ یې په ریاض او خریص کې د سعودي عربستان د ارامکو د تېلو شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي.
حوثیانو ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې پراخې اورلګېدنې رامنځته شوې او دا بریدونه یې په یمن کې د سعودي عربستان پر مشرۍ د ځواکونو د تېرو ۱۲ ساعتونو د ۵۰ هوايي او توغندیزو بریدونو په غبرګون کې کړي دي. سعودي عربستان تر اوسه دغه ادعا تائید کړې نهده
العلیمي ویلي؛ حکومت هغه مهال د پوځي عملیاتو پرېکړه وکړه، چې د کړکېچ د کمولو ټولې هڅې ناکامې شوې. نوموړي د سعودي عربستان له ملاتړ مننه کړې او له سیمهییزو متحدانو او نړیوالو شریکانو یې غوښتي، چې د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا او اړوند ادارو ملاتړ وکړي.
دغه راز، رویټرز د سیمهییزو او لویدیځو چارواکو له قوله ویلي، سعودي عربستان او د هغه یمني متحدان د حوثیانو پر ضد د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې، سعودي عربستان به هوايي عملیات رهبري کړي او یمني ځواکونه به پر ځمکه جګړه کوي.
حوثیانو تېره میاشت د بابالمندب سټراټیژیکه تنګي او د سرې بحیرې شاوخوا ۱۵۰ کیلومټره ساحلي سیمه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. د دوی دغه پرمختګ د سرې بحیرې له لارې ورته د نړیوالې سوداګرۍ پر یوه مهمه اوبلار د فشار لپاره ډېر امکانات برابر کړي دي.
د جګړې په ډګر کې د حوثیانو وروستي پرمختګونه د تعز ښار شاوخوا سیمو ته هم غځېدلي دي.
پوځي سرچینې وايي، حوثیانو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د تعز ښار ته نږدې په سټراټیژیکو لوړو سیمو کې پرمختګ کړی او د تعز او عدن ترمنځ وروستۍ مهمې لارې ته نږدې شوي دي.
د دغې لارې له کنټرولولو سره حوثیان کولی شي تعز ښار عملي محاصره کړي. تعز د یمن درېیم لوی ښار دی او سلګونه زره ملکي وګړي په کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تېره اوونۍ ویلي، د یمن په ځینو سیمو کې له هرو څلورو کورنیو درې له لوږې سره مخ دي. د جګړو زیاتېدا لسګونه زره کسان بېځایه کړي او میلیونونو کسانو ته یې د خوړو او نورو اړینو توکو رسونه هم له خنډ سره مخ کړې ده.