تازه خبرونه
د یوسف رشید د وژنې پر تور نیول شوي کسان ځانونه طالبان بولي
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د مشر یوسف رشید د ترور په تور نیول شویو درې کسانو ویلي، چې د طالبانو د مسلمیار ډلې غړي دي او د رشید د وژنې طرحه یې په لوګر کې جوړه کړې وه.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رييس یوسف رشید او موټر چلوونکی یې د مرغومې پر درېیمه دفتر ته پر لار وسلوالو کسانو پر ډزو ووژل شول.
د یوسف رشید د ترور پر تور نیول شوي درې کسان د کورنیو چارو په وزارت کې اعتراف کوي، چې د طالبانو د مسلمیار په ډله کې له کارکولو وروسته کابل ته راغلل او د یوسف رشید د ترور طرحه یې پلې کړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي؛ دې کسانو د لوګر په برکې برک ولسوالۍ کې فعالیت کاوه، چې د پاتې غړیو د نیولو هڅې یې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د طالبانو د مسلمیار ډله د خبریالانو او مدني مخکښانو په وژنه کې لاس لري.
د ملي امنیت مسوولینو ويلي، چې د پېنځه خبریالانو د قتل پر تور یې ځینې کسان نیولي او د درې نورو خبریالانو د وژنې عاملین یې پېژندلي دي.
کورنیو چارو وزارت د خبریالانو او مدني مخکښانو د وژنې تور پر وسلوالو طالبانو اچوي؛ خو د طالبانو ویاند له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې یوسف رشید د دوی کسانو ندی وژلی او نیول شوي د دوی کسان ندي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
لوبی5 days agoد افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي په کابل کې د روږدو پر روغتون د خونړي برید د غندنې تر څنګ د مشروع دفاع اعلان هم وکړ
-
څار5 days agoڅار: د کابل پر یو روغتون د پاکستان پوځي رژیم هوایي برید
-
تحول5 days agoتحول: په کابل کې پر یو روغتون د پاکستان تازه هوایي برید
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
