تازه خبرونه

د یوسف رشید د وژنې په تړاو درې کسان نیول شوي

Published

on

د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د مشر یوسف رشید د وژنې پر تور درې کسه نیول شوي دي.

د یاد وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې دا مسله تر پراخې څېړنې لاندې ده او یو شمېر نور کسان هم په کې ښکېل دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي: یو له وژونکیو څخه د درس ویلو په بانه ځان د یوسف رشید د زوی ټولګیوال او ملګری کړی و، چې په دې پلمه ټول پروګرام بشپړ کړي.

امرالله صالح پر بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې دغه خلک د طالبانو له یوې کوچنۍ مسلمیار نومې ډلې سره تړاو لري، چې په لوګر کې فعالیت کوي.

هغه ویلي، هیله من دی، چې دغه قاتلین به د قضیې له بشپړیدو وروسته اعدام شي.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي او تل یې په موخه ییزو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

له دې مخکې د ملي امنیت ځواکونو دوه کسان د آزادي راډیو د خبریال رحمت الله نیکزاد د وژنې پر تور نیولي وه.

رحمت الله نیکزاد د تېر کال د ډسمبر پر ۲۱ په غزني کې ووژل شو.

د ملي امنیت ریاست د اعلامیې پر بنسټ: حمیدالله د عبدالحبیب او ذکر الله د عبدالخلیل زامن، چې په ۵۰۰۰ طالب بندیانو کې خوشې شوي وه؛ د موخه ییزو وژنو د مسوول قاري عبید لخوا په غزني ښار کې جذب او د دوه میاشتو په بهیر کې یې رحمت الله نیکزاد، د غزني ولایت یو قاضي او د مستوفیت دوه کارمندان یې په دې ولایت کې وژلي دي.

Trending

Exit mobile version