تازه خبرونه
د یوناما دفتر مشر په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له رییس سره وکتل
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مشرې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له رییس غلام حیدر شهامت سره په کتنه کې د ښځو او نجونو پر حرفوي زدهکړو ټینګار څرګند کړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې روزا اتونبایوا د اسلامي امارت له مسوولینو سره له لیدنو وروسته دا ځل د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د څانګې له مشر سره وکتل.
روزا اتونبایوا ويلي، حرفوي زدهکړې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اړینې دي او باید ښځې او نجونې له اړوند روزنې برخمنې شي.
دغه راز د تخنيکي او مسلکي زدهکړو رييس ويلي، چې تخنيکي او مسلکي زدهکړې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره اغېزمنې دي.
هغه وایي: د تخنيکي او مسلکي زدهکړو رياست په ټول افغانستان کې ٣٨٣ انستيتيوتونه او عالي لیسې لري، چې په ٢٥٠ ولسواليو کې فعاليت کوي او ٦٨٥٠ کسان لري.
په همدې حال کې یو شمېر کارپوهانو هم ويلي، چې افغانستان د ټولو په ځانګړي توګه ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابرولو او پراختیا ته اړتیا لري او ټول نړیوال بنسټونه د افغانستان د پرمختګ لپاره رغنده رول لوبوي.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د فرهنګي او علمي سازمان (يونسکو) مشر هم حضور درلود او د هوکړه ليک پر لاسليکولو او د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډې کاري ډلې پر رامنځته کولو يې ټينګار څرګند کړ.