تازه خبرونه

د یوناما مشرې د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره د مخه ښۍ لیدنه وکړه

په دې ناسته کې هغې د کلتوري میراث او د هغې د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ؛ ملي آرشیف او ملي موزیم یې د افغانستان د تاریخ او کلتور خزانې ګڼلي دي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو په درشل کې د اطلاعاتو او کلتور له وزیر تودیعي ناسته ترسره او د افغانستان د کلتوري میراث د ساتنې په برخه کې یې د اړوند ادارو، په ځانګړي توګه د یونسکو له همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

په دې ناسته کې هغې د کلتوري میراث او د هغې د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ؛ ملي آرشیف او ملي موزیم یې د افغانستان د تاریخ او کلتور خزانې ګڼلي دي.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د یوناما مشر د افغانستان د کلتوري میراث د ساتنې په برخه کې د اړوندو ادارو؛ په ځانګړي توګه د یونسکو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه وایي: “افغانستان د سیمې یو له شتمنو هېوادونو څخه دی، چې زرګونه تاریخي ځایونه او لرغوني آثار لري او دا تاریخي ځایونه او کلتوري آثار د افغانستان هویت دی.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هېواد د کلتوري میراث ساتنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره لومړیتوب دی.

د مخه ښۍ په دې لیدنه کې اوتونبایوا په کال کې یو ځل کتاب نندارې ته ورته د کلتوري پروګرامونو پر تنظیمولو وړاندیز هم وکړ، چې خلک په ځانګړي توګه د ځوانانو ذهنونه روښانه کړي.

یو شمېر کلتوري شخصیتونه وايي، چې د کلتوري میراثونو او تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې د نړیوالو ټولنو همکاري اړینه او اغېزمنه ده.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت د افغانستان د لرغونو آثارو ساتنې ته ژمن دی او په تېرو څلور کلونو کې یې د افغانستان د تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

Trending

Exit mobile version