تازه خبرونه

د یوناما مشرې د افغانستان شمال ته په خپل سفر کې له یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو سره ولیدل

د یوناما دفتر د یکشنبې پر ورځ (د غویي اوومه) په فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د دې سفر په لړ کې د متشبثینو – په ګډون د ښځو یوې ډلې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې، میرمن اوتونبایوا سره ولیدل او نويو بازارونو ته په ځانګړې توګه په ازبکستان کې د لاسرسي د ملاتړ غوښتنه وکړه،.

Published

on

Last Updated on: غویی ۸, ۱۴۰۴

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا په دې وروستیو کې د افغانستان شمال میمنې ښار ته سفر کړی او د ځایی چارواکو، متشبثینو او د ملګرو ملتونو له کارمندانو سره یې ولیدل.

د یوناما دفتر د یکشنبې پر ورځ (د غویي اوومه) په فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د دې سفر په لړ کې د متشبثینو – په ګډون د ښځو یوې ډلې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې، میرمن اوتونبایوا سره ولیدل او نويو بازارونو ته په ځانګړې توګه په ازبکستان کې د لاسرسي د ملاتړ غوښتنه وکړه،.

یوناما زیاته کړې، چې د دغو متشبثینو په منځ کې، د ښځو یوې ډلې چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په ملاتړ یې د ګنډلو ورکشاپ جوړ کړی و، د خپل کاروبار د پام وړ ودې او پرمختګ په اړه خبرې وکړې، پداسې حال کې، چې د چمتو شوي ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

یوناما زیاته کړې، چې دا بنسټ د اقتصادي فرصتونو د ودې او د افغان ټولنو په ځانګړي توګه د ښځو د پیاوړتیا لپاره ژمن دی.

Trending

Exit mobile version