تازه خبرونه

د یوناما مشرې د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د سیمې د هېوادونو او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، دواړو لوریو د ګڼو ننګونو په ځانګړي توګه د اقتصادي او بشري ناورینونو په اړه، چې افغانستان ورسره مخ دی، د سیمې د هېوادونو او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

روزا اوتونبایوا او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وفا حاجییف په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو او په نړیوال اقتصاد کې د دغه هېواد د ننوتلو په اړه د نړیوالې همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.

اوتونبایوا د افغانستان لپاره د مرکزي آسیا د هېوادونو د ځانګړيو استازيو په غونډه کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته سفر کړی دی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې کتنه کې د تاپي پروژې په اړه هم خبرې وشوې.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په بېلابېلو کتنو کې د منځنۍ آسیا لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړې استازې تري هاکلا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسون سره وکتل.

په دې ناستو کې د افغانستان وضعیت، د همکاریو اړوند مسایل او له دې هېواد سره د هر اړخیزو خبرو پر دوام بحث شوی دی.

Trending

Exit mobile version