تازه خبرونه
د یوناما مشرې د وړو کاروبارونو د ودې لپاره د پور پروګرام اعلان کړ
د ارګ خبرپاڼې د مېرمن اوتنبایوا د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ هغې له افغانستان څخه بهر د خپل وروستي سفر پر مهال له هغو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو سره خبرې کړې، چې له افغانستان سره مرستې کوي. دغه راز او یوناما د راتلونکي ژمي لپاره د اړتیا وړ مرستو یوه برخه هم ترلاسه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او ورسره مل پلاوي د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال په کابل کې د وروستیو نندارتونونو جوړېدل د افغانانو د تولیداتو د معرفي کولو لپاره ارزښتناکه وبلله او وایي، چې یوناما د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو ورکړه پیل کړې ده.
د ارګ خبرپاڼې د مېرمن اوتنبایوا د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ هغې له افغانستان څخه بهر د خپل وروستي سفر پر مهال له هغو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو سره خبرې کړې، چې له افغانستان سره مرستې کوي. دغه راز او یوناما د راتلونکي ژمي لپاره د اړتیا وړ مرستو یوه برخه هم ترلاسه کړې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې ویلي، چې په راتلونکیو ورځو کې به د یوناما په ګډون له نشهيي توکو سره د مبارزې عالي کمیسیون په کابل کې د بهرنیو هېوادونو له سفارتونو سره ګډه غونډه کړې او پر یو شمېر اړینو مسایلو به خبرې وکړي.
د افغانستان د سرحدي مسلو په اړه هغې ویلي، چې له ګاونډ هېوادونو سره د لارو بندېدا د افغان بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د صادرولو پر وړتیاوو منفي اغېزه کوي.
هغې له اسلامي امارت وغوښتل، چې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي او یوناما هم د دغو ستونزو د اواري لپاره هڅې کوي.
اوتونبایوا په کابل کې د سوداګریزو نندارتونونو موضوع راپورته کړه او ویې ویل، چې دغه نندارتونونه د افغاني تولیداتو د ودې لپاره اړین دي.
دغه راز هغې له اسلامي امارت سره د نشهيي توکو د له منځه وړلو، د پخوانيو کوکنارو کروندګرو لپاره د بديل کښت پر موندلو او د نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه څرګنده کړه.
دغه راز هغې د اسلامي امارت له دې اقدام ستاينه وکړه، چې د نشهيي توکو او شرابو د مسايلو د له منځه وړلو لپاره يې يو کميسيون جوړ کړ.
هغې دا هم ویلي، چې دا یو “مثبت ګام” دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت ته ارزښت ورکوي.
هغه وایي، چې له نشهیي توکو او الکولو سره د مبارزې عالي کمیسیون عملیاتي چوکاټ جوړ شوی او ډېر ژر به وروستی شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت له اسلامي اصولو سره سم فعالیت کوي او د هر ډول اندېښنو په اړه خبرو ته چمتو دی.
ویل کیږي، چې یوناما باید ځینې مسایل احساس او له مسوولیت سره سم پرې غور وکړي.
