تازه خبرونه

د یوناما مشرې په کابل کې د مخه ښۍ مراسم تر سره کړل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۹, ۱۴۰۱)

د یوناما مشرې دیبرا لاینز د چارشنبې پر ورځ په کابل کې له وتلو مخکې د نړیوالې ټولنې له استازیو او سیمه ییزو بنسټونو سره د مخه ښۍ ناسته تر سره کړه.

هغې څرګنده کړې؛ دا یوه غوره شېبه ده، چې په تېرو دوه کلونو کې خپلې زده شوې تجربې او درسونه سره شریک او هغه اړین کارونه، چې باید ترسره شي پرګوته کړو.

د یوناما مشرې او د ملګرو ملتونو لوړ پوړیو چارواکو او بنسټونو د افغانستان د سیاسي، بشري او اقتصادي وضعیت او د افغان ښځو او نرینه وو د ژوندانه په ښه کولو کې د سیمې د هېوادونو او ټولنو د ښکېلتیا او همکارۍ پر اړتیاوو ټینګار وکړ.

دیبرا لاینز په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د استازې په توګه دنده پیل کړه.

په پخواني جمهوريت کې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه د خپلو مسوولیتونو د یوې برخې په توګه هڅه کوله، چې په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی په سیاسي توګه پای ته ورسوي او افغان مشران په متقابل تفاهم کې د افغانستان د راتلونکي لپاره سیاسي حل لاره ومومي.

د تېر کال د اګست پر ۱۵ د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د بدلیدونکي سیاسي وضعیت له کبله د ملګرو ملتونو د استازې د دفتر موده د شپږ میاشتو لپاره وغزوله.

دیبرا لاینز په دې موده کې څو ځلې په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره ولیدل او په ښکاره یې ټینګار کاوه، چې اسلامي امارت باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

د بشري حقونو د څار ټولنې د ښځو د برخې مرستیالې د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتي، چې افغانستان ته سفر وکړي او په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه بې پرې څېړنې ته لاره اواره کړي.

دیبرا لاینز په دې موده کې له ملګرو ملتونو او نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو ارتباطي پل هم یادیده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ماموریت کې د لاینز ځایناستی تر دې دمه ټاکل شوی ندی.

د یادونې ده، چې هغې د خپل ماموریت پر وخت د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د نړیوالې اجماع د رامنځته کولو او همدارنګه له بشري ناورین څخه د وتلو او د بشپړ اقتصادي او بانکي سقوط د مخنیوي هڅه وکړه.

Trending

Exit mobile version