تازه خبرونه

د یو شمېرافغان سیاسي ډلو مشران له طالبانو سره د خبرو لپاره نوې جبهه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د مارشال عبدالرشید دوستم په ګډون د افغانستان د لوبېدلیو سیاسي مشرانو یوه ډله له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه نوې متحده جبهه جوړوي.

په راپور کې راغلي، چې دا ډله غواړي له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د خبرو لپاره یوه نوې جبهه جوړه کړي.

د عطا محمد نور زوی خالد نور سرچینې ته ویلي؛  د عبدالرشید دوستم په ګډون دغه مشران په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ مخالفت کوي.

خالد نور زیاته کړې: مونږ غوره بولو، چې په ډله ییزه توګه هراړخیزې خبرې وکړو؛ ځکه، چې د افغانستان دا ستونزه به د یوه کس لخوا حل نشي. له همدې کبله د هېواد ټولو سیاسي ډلو ته اړینه ده، چې له یو بل سره خبرې وکړي. په ځانګړي توګه هغه دودیز مشران، چې ولسي ځواک او ملاتړ لري.

خالد نور څرګنده کړې، طالبان نشي کولی د خلکو مقاومت ودروي.

هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې هیڅ ډله نشي کولی د زور له لارې حکومت وکړي.

نوموړي په ډاګه کړې: تاریخ ښودلې، چې په افغانستان کې هیڅوک نشي کولی د زور له لارې حکومت وکړي او دا ناشونې ده. دا اړینه نده، چې نړیواله ټولنه د دې بهیر څومره ملاتړ کوي، خو دا ډول حکومت به ناکام شي.

له بلې خوا د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود ویلي؛  چمتو دی، چې له طالبانو سره د هر اړخیز او ټولګډونه حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي؛ خو که دا خبرې ناکامې شي، جګړې ته هم چمتو دی.

د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي د ګوند د یوې څانګې مشر عطا محمد نور،  مارشال دوستم او د یو شمېر نورو ډلو مشران، چې له لسیزو راپدیخوا په افغان شخړه کې ښکېل او پیاوړي پاتې دي؛ د طالبانو لخوا د مزار شریف ښار له نیولو وروسته له هېواده تښتیدلي او یا هم په پنجشېر کې راټول دي.

Trending

Exit mobile version