Connect with us

تازه خبرونه

د یو شمېر سیاسیونو په ګډون د ملي پخلاینې عالي شورا ۴۸ غړي اعلان شوي

خپور شوی

د

د خپلمنځي خبرو د تر سره کولو لپاره ولسمشر اشرف غني د شنبې پر ورځ د پخلاینې عالي شورا د غړیو په توګه د ۴۸ نوماندانو نومونه تائید کړل.

ولسمشر اشرف غني د یو فرمان له لاسلیکولو سره یو شمېر افغان سیاسي څېرې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار، د مجاهدینو د پخواني مشر عبدالرب سول سیاف، د ولسمشرۍ پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په ګډون د سولې د خبرو اترو د پلاوي په توګه ټاکلي دي.

د سولې عالي شورا به د پخواني اجرائیه مشر داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې د خبرو په ترسره کولو کې د پوره واک لرونکې وي؛ خو دا یوازې خبرو اترو ته لار اواروي او د پرېکړې بنسټ ندی.

د ښاغلي غني دا فرمان د داکتر عبدالله لخوا په روانه اوونۍ کې د خپلمنځی خبرو د پیل له اعلان وروسته صادر شوی دی.

په هره توګه د خپلمنځي خبرو اترو د پیل نېټه تر دې دمه ځانګړې شوې نده.

له طالبانو سره خپلمنځي خبرې له هغې وروسته وځنډېدې، چې اشرف غني د روانې میاشتې په لومړیو کې د ۳۲۰ طالب بندیانو خوشې کول ودرول. که څه هم د بندیانو خوشې کول له خبرو مخکې د امریکا او طالبانو د هوکړې یو شرط دی.

د سولې راوستلو دغه تړون، چې د افغان حکومت لخوا ندی رد شوی؛ د طالبانو لخوا د ۱۰۰۰حکومتي بندیانو پر خوشې هم ټینګار وړاندې کړی او حکومت هم باید له خبرو اترو له پیلیدو مخکې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي.

د اشرف د فرمان له مخې حکومت په تېرو څو میاشتو کې له ۵۰۰۰ ډېر بندیان خوشې کړي؛ خو د طالبانو د نوملړ د پاتې ۳۲۰ بندیانو د خوشې کولو په اړه زړه نازړه شوي دي.

له دې بندیانو څخه ډېري یې ناندریزې څېرې ګڼل کیږي، چې ځینو یې په افغانستان کې ترټولو ناوړه بریدونه کړي او ځینې یې د مخدره توکو د قاچاقچیانو په نوم یادیږي.

د اشرف غني لخوا د د خپلمنځي خبرو لپاره وروستۍ هڅې ښیي، چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته چمتووالی نیول کیږي.

د اشرف غني په فرمان کې دغه نومونه راغلي دي:

د داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ عبدالسلام رحیمي، عنایت الله فراهمند او اسدالله سعادتي د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

پاتې نور د پکتيا والي پخوانۍ مرستیاله زهره مطهري، د افغانستان د علماوو شورا غړی عطاء الرحمن سليم ، د نوي اسلامي ګوند مشر دين محمد، سیاسي څېره اکرم خپلواک، د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی او د ولسمشر ځانګړي استازی نورالحق علومي دي.

په نورو غړیو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د مجاهدینو پخوانی مشر عبدالرسول سیاف، د حزب اسلامي مشر ګلبدین الدین حکمتیار، د ولسمشر پخوانی مرستیال محمد کریم خلیلي ، پخواني اجرائیه مشر مرستیال محمد محقق، د ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر صلاح الدین رباني، د ولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني، د مجاهدینو پخوانی مشر او د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر محمد اسماعیل خان، د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړی عطا محمد نور، د محاذ ملي ګوند مشر سید حامد ګیلاني، د ملي جبهې مشر ذبیح الله مجددي، سید منصور نادري ، عنایت الله شهراني، محمد خان، د افغانستان د علماوو شورا مشر صدیق مودبر، محمد اسمعیل غضنفر او مولوي خدا داد صالح شته دي.

د حکومت په استازیو کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، دوه یم مرستیال محمد سرور دانش،  د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د ولسمشر سلاکاران الماس زاهد او مولوي جوره طاهري شامل دي. دغه راز د نوملړ له بشپړیدو وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزیر هم د پلاوي د بل غړي په توګه په پام کې نیول شوی دی.

همدارنګه د ښځو په استازیتوب اته ښځینه وکیلانې غوره شوي، چې مدني هڅانده صفیه صدیقي، د ملسي جرګې پخوانې غړې نجیبه ایوبي، د ښځو شبکې پخوانۍ غړې ماري اکرمي، مدني هڅانده ضیا ګل رضایي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون غړې علیه یلماز، د لوړو زدکړو پخوانۍ وزیره فریده مومند، د افغانستان د طبي شورا مشره نسرین اوریاخېل او د مدني ټولنې فعاله زرقا یفتلي د پلاوي غړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر دغه اعلان شوي ۴۸ کسیز نوملړ د یو شمېر نورو سیاسیونو نیوکې، اندېښنې او غبرګونونه هم راپاریدلي دي.

تازه خبرونه

په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو

د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.

Published

on

 

ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی؛ هغه سلګونه پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران، چې نږدې نهه میاشتې په افغانستان کې بند پاتې ول؛ پاکستان ته یې د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی دی.

د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.

د جمعیت علمای اسلام ګوند د مولانا فضل‌الرحمان څانګې یو سیمه‌ییز مشر مولانا اعجاز شینواري تائید کړې؛ د پاکستاني موټرچلوونکو او موټرو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی او تمه ده، چې ټول به ډېر ژر پاکستان ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د لارو تړل کېدا نه یوازې دوه‌اړخیزې سوداګرۍ ته زیان رسولی، بلکې ډیورند فرضي کرښې ته په نږدې سیمو کې یې بې‌وزلي او بې‌کاري هم ډېره کړې ده.

ځايي چارواکو ويلي؛ اوس‌مهال لومړیتوب دا دی، چې په افغانستان کې پاتې ټول پاکستاني وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او له هغه وروسته به دواړه لوري د سوداګرۍ د تدریجي بیاپیل په اړه پرېکړه وکړي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه اړینه سوداګریزه لاره ده، چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته وتړل شوه.

دغه راز د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر به ګړندی کړي.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په کورنیو چارو کې ځانګړي سلاکار طارق سعید مروت ویلي، چې په پېښور، چارسده، کوهاټ او هنګو کې د کډوالو د لنډمهالي لېږد مرکزونه اوس هم فعال دي او د پاکستان حکومت ټینګار لري، چې ستنېدونکي دې افغانستان ته د هغوی د کرامت او اساسي حقونو په ساتلو ولېږدول شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال بنسټ د ګډو څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال د سپټمبر له پېنځلسمې د ۲۰۲۶ز.کال د جون تر دیارلسمې پورې له پاکستان څخه له ۲.۵ میلیون ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور په څرګندونو کې، چې یوازې د جون له اوومې څخه تر دیارلسمې پورې ۲۸زره او ۲۸۵ افغان وګړي د تورخم، غلام‌خان، چمن، بدیني او بهرامچې له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

ویل کیږي، چې دا شمېر د تېرې اوونۍ پر پرتله د کډوالو د بېرته ستنېدا ۱۱ سلنه زیاتوالی او له پاکستان څخه د ایستلو ۲۲ سلنه ډېروالی ښيي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د خامنه‌يي جنازې ته د اسلامي امارت رییس‌الوزراء وبلل شو

دا بلنلیک په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د ریاست‌الوزراء د دفتر لوی ريیس ملا عبدالواسع ته سپارلی دی.

Published

on

ایران د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن آخوند ته د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

دا بلنلیک په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د ریاست‌الوزراء د دفتر لوی ريیس ملا عبدالواسع ته سپارلی دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالواسع په دې لیدنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هوکړه‌لیک له لاسلیک هرکلی کړی او هغه یې د سیمې د ثبات پر لور مثبت ګام بللی دی.

د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران اړیکې تاریخي او ژورې بللې او د جګړې پر مهال یې د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو له خواخوږۍ مننه کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې له سختو شرایطو سره – سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې بې‌له ځنډه روانې پاتې دی.

ملا عبدالواسع هم د افغانستان او ایران اړیکې ټینګې او نه بېلېدونکې بللې او ټینګار یې کړی، چې د جګړې پر مهال هم د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړېدل د کابل او تهران ترمنځ د نږدې اقتصادي او امنیتي اړیکو څرګندونه کوي.

نوموړي په ګاونډ هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته په نغوته کې هیله څرګنده کړې؛ ایران به د افغان کډوالو د استوګنې او بېرته ستنېدا په بهیر کې پوره آسانتیاوې برابرې کړي، چې پر وینا یې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د یادونې ده، چې علي خامنه‌يي شاوخوا څلور میاشتې مخکې په تهران کې د امریکا او اسرائیل په ګډ برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان سره تعامل د بې‌ثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی

توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive  خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشه‌یي توکو قاچاق رانغاړي.

Published

on

 

د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر دوام ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی؛ د اقتصادي، بشري او بنسټیزو تشو رامنځته کېدل کولی شي په دې هېواد کې بې‌ثباتي پراخه او امنیتي ګواښونه ډېر کړي.

توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive  خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشه‌یي توکو قاچاق رانغاړي.

هغه ویلي: «د تېرو څو لسیزو تجربو ښودلې: هرکله، چې په افغانستان کې اقتصادي، بشري او بنسټیزه تشه رامنځته شوې؛ نو ژر د ورانوونکو بهیرونو له‌خوا ډکه شوې ده.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان اوس هم له جدي بشري ستونزو سره مخ دی او نږدې ۲۹ میلیون کسان په دې هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدا د هېواد پر اقتصاد او عامه خدمتونو نور ډېر فشار اچولی دی.

توکوموف د افغانستان ټولنیز وضعیت ته له نغوتې سره ویلي، چې شاوخوا ۳.۷ میلیون افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او د امنیت، حکومتولۍ او د ښځو او نجونو د حقونو موضوعات اوس هم د نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه دي؛ خو هغه ټینګار کړی، چې د لومړنیو اټکلونو خلاف افغانستان په تېرو نږدې پېنځه کلونو کې له اقتصادي او سیاسي سقوط سره مخ شوی نه‌دی.

هغه زیاته کړې، د دولت عواید پر تدریجي ډول لوړ شوي، کوچنيو او منځنيو کاروبارونو وده کړې او د هېواد په لویو ښارونو کې صنعتي پارکونه جوړ شوي دي.

د قزاقستان ځانګړي استازي زیاته کړې، هېواد یې د افغانستان په اړه د« رسمیت له نه پېژندلو سره عمل‌ګرا تعاملي» سیاست روان ساتلی دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت ایستل، د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه‌لري او آستانه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو ملاتړ کوي.

دغه راز توکوموف د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې د منځنۍ آسیا د مخ پر ډېرېدونکي رول یادونه کړې او څرګندوي، چې د سیمې هېوادونه افغانستان ته د انرژۍ او خوراکي توکو مهم برابرونکي ګرځېدلي دي. د توکوموف پر وینا، په وروستیو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

هغه ښوونه او روغتیايي خدمتونه په افغانستان کې د قزاقستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ له مهمو برخو وبللې او وړاندیز یې وکړ، چې دواړه لوري دې د روغتیايي پروژو په پلي کولو، د روغتیايي مرکزونو په جوړولو او لرو پرتو سیمو ته د ګرځنده طبي خدمتونو رسولو کې همکاري وکړي.

توکوموف په پای کې ټینګار کړی، چې بشري مرستې او اقتصادي همکارۍ باید د امتیاز ورکولو په توګه ونه‌ګڼل شي، بلکې دا د راتلونکو بحرانونو د مخنیوي او په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره عملي وسیلې دي. هغه زیاته کړې، چې د ښوونې، روغتیا او بشري سرچینو د پراختیا په برخو کې پانګونه کولی شي د افغانستان او سیمې لپاره د بشپړ باثباته راتلونکي زمینه برابره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!