تازه خبرونه
د ۱۰ اسلامي هېوادونو دیني عالمانو او پانګوالو له پنجشېر ولایت څخه لیدنه وکړه
د پنجشېر له والي محمد آغا حکیم سره په لیدنه کې دې پلاوي ژمنه کړې، چې د افغانستان رښتینی انځور به اسلامي نړۍ او نړیوالو پانګوالو ته ورسوي.
د قطر، سعوديعربستان، ترکیې، بحرین، عراق، عمان، مالیزیا، فلسطین، سوریې او هند هېوادونو دیني عالمانو او پانګوالو پنجشېر ولایت ته د سفر پر مهال په دې ولایت کې د سوداګرۍ د پراختیا او پانګونې پر ترسره کولو ټینګار څرګند کړ.
د پنجشېر له والي محمد آغا حکیم سره په لیدنه کې دې پلاوي ژمنه کړې، چې د افغانستان رښتینی انځور به اسلامي نړۍ او نړیوالو پانګوالو ته ورسوي.
د افغانستان د څه نا څه پنځوس کلن بحران پای ته رسېدو او امنیتي وضعیت ښهکېدو ته په نغوته کې د پنجشیر والي زیاته کړې: پدې کلونو کې د هېواد بېخبنا سخته زیانمنه شوې؛ خو اوس د پانګونې لپاره بېساري فرصتونه برابر شوي دي.
هغه د اسلامي هېوادونو له پانګوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د بنسټونو د بیارغونې په برخه کې؛ په ځانګړي توګه د پوهنې، روغتیا، کرنې او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي.
په غونډه کې د یمن د عالمانو شورا مشر ډاکټر عبدالله الزنداني د افغانستان امنیت “بېساري” وباله او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان رښتینې څېره به اسلامي نړۍ ته معرفي کړي.
قطري پانګوال محمد حسن العمادي هم په ګرځندوی او کرنې برخو کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
د اسلامي مالي بورډ مشر او یمني سوداګر خالد ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له نوي اسلامي نظام سره مرسته کوي، چې پر ټینګو بنسټونو ودریږي.
هغه زیاته کړې؛ تمه ده، چې شاوخوا ۲۵۰ شرکتونه او د اسلامي هېوادونو پانګوال هر یو په افغانستان کې ۹۰۰ زره امریکایي ډالر پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا د پنجشېر د سیمهییزې ادارې د هڅو له کبله دې ولایت ته د بهرنیو پانګوالو پاملرنه زیاته شوې او د بېلابېلو هېوادونو پلاويو د اقتصادي فرصتونو د ارزولو لپاره دې ولایت ته سفر کړی دی.