سوداگري

د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سب‌سټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.

د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سب‌سټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.

پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادت‌کوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنې‌پټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.

Trending

Exit mobile version