سیمه ییز خبرونه
د ۱۳۹۲ لمريز كال مالي بوديجه مشرانو جرگې ته د تائيد لپاره وړاندې شوه
د ماليې وزير حضرت عمرزاخېلوال وايي:
په دې بوديجه كې د تېرې بوديجې په پرتله په عادي بوديجه كې ۴۶ سلنه او په پراختيايي بودجه كې ۴۷ سلنه زياتوالى په پام كې نيول شوى دى.
د ماليې وزير زياتوي، چې:
په عادي بودجه كې د ملي دفاع، كورنيو چارو او پوهنې وزارتونوته ډېره ونډه په پام كې نيول شوې ده.
د ۱۳۹۲ل. كال لپاره ټول ټال ۳۶۶ مليارده افغانۍ په پام كې نيول شوې، چې د دوشنبې په ورځ(دلړم۱۶) د تائيد لپاره مشرانو جرگې ته وړاندې شوه.
د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمرزاخيلوال وويل:
د مالي چارو د قانون د تعديل له مخې۱۳۹۲ل مالي كال د روان كال د مرغومي په لومړۍ نېټه پيل او د ۱۳۹۳ لمريز كال تر قوس پوري دوام كوي.
د مالي وزارت وزارت وايي، چې:
د ۱۳۹۲ل كال عادي بودجه ۱۹۶ اعشاريه ۲ ميليارد افغانۍ ده، چې د ۱۳۹۱ل. مالي كال په پرتله په كې ۴۶ سلنه لوړوالى راغلى او په پرمختيايي بودجه كې، چې ۱۷۰ ميليارد افغانۍ ده د تېركال په پرتله ۴۷ سلنه زياتوالى ښيي.
په عادي بوديجه كې ۱۰۷ ميليارد افغانۍ له كورنيو سرچينو او ۸۷ ميليارد افغانۍ له بهرنيو سرچينو څخه تمويليږي.
نوموړي په ډاگه كړه، چې:
په دې بوديجه كې د يوولس ولايتونو لپاره، چې اقتصادي وده نه لري د نورو هغو په پرتله ۳۰ ميليون ډالر اضافي بوديجه ځانگړې شوې ده.
د ماليې وزيرهغه رپوټونه هم رد كړل، چې گويا افغانستان به په ۲۰۱۴ ز.كال كې له ستونزو سره مخ شي.
نوموړى څرگندوي، چې۲۰۱۴ز. كال د افغا نستان لپاره ډېرمهم دى؛ خو يو شمېرسياسي كړۍ غواړي د افغانستان د اقتصاد او امنيت په اړه تت انځور وركړي.
هغه وايي:
په تېرو لس كلونو كې افغانستان اقتصادي وده كړې او شونې نه ده، چې له اقتصادي بحران سره مخ شي.
د ماليې وزير له مشرانو جرگې څخه غوښتنه وكړه، چې دا بوديجه ژرتر ژره تائيد كړي او په چارو كې د ستونزو مخه ونيسي.