تازه خبرونه

د ۱۳۹۴مالي کال د بودجې طرحه رد شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې د ۱۳۹۴مالي کال د بودجې طرحه د رایو په غوڅ اکثریت سره له دې امله رد کړه چې په وینا یې دغه طرحه زیاتې نیمګړتیاوې لري او توازن پکې په پام کې نه دی نیول شوی.

د 1394 مالي کال بودجه چې 458 میلیارد افغانۍ ده چې 8.8 میلیارد ډالر کیږي؛ د روان کال د لیندۍ په دوه ویشتمه ولسي جرګې ته معرفي شوې وه.

د ولسي جرګې غړي په دې باور دي چې د بودجې طرحه متوازنه نه ده او د هېواد عواید هم په کې دقیق نه دي. د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې د کمیسیون رییس امیرخان یاري وایي، په دغې طرحه کې پرمختیایي پروژې هم په پام کې نه دي نیول شوي.

ټاکل شوې د ۱۳۹۴ مالي کال د بودجې دوهمه طرحه له ولسي جرګې سره په همغږي کې دغې جرګې ته معرفي شي.

Trending

Exit mobile version