لوبی
د ۱۹ کلنو ملي لوبډله عربي متحده اماراتو ته روانه شوه
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، پرون (یکشنبه د لیندۍ ۲۸) د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د آسیا جام په سیالیو کې د ګډون لپاره عربي متحده اماراتو ته روانه شوه.
د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دغه سیالۍ به د ۸ آسیایي لوبډلو په ګډون د ډسمبر پر ۲۳ نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، چې ملي لوبډله به په خپلو ګروپي لوبو کې له هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو سره لوبې وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف ویلي؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله به اړینې سیالۍ ولري. دوی په کابل او ننګرهار کې روزنیزې لوبې کړي، چې او سیالیو ته پوره چمتووالی لري.
میرویس اشرف زیاته کړې: زمونږ ځوان لوبغاړي دا ځل ډېر چمتو دي او په آسیا جام او د نولس کلنو نړیوال جام کې به ښه وځلیږي. د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړیو فیسونه (میچ فیس) هم زیات کړي او د دغو ځوانو ستوریو د ښه ځلیدو په صورت کې نورې نغدي جایزې هم په پام کې نیول شوې دي.
د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان ویلي: د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د کرکټ بورډ او ولس بشپړ ملاتړ لري او باید ووایو، چې تاسې د هېواد د ۱۹ کلنو تر ټولو غوره لوبغاړي یاست. هڅه وکړئ، چې ډله ییزې هڅې وکړئ او په لوړه روحیه ډګر ته ورودانګۍ او ویاړونه افغانستان ورپر برخه کړئ.
کرکټ بورډ زیاته کړې، چې ملي لوبډله به په آسیا جام کې له ګډون مخکې خپلې اړینې روزنیزې هڅې وکړي او سیالیو ته به پوره چمتووالی ونیسي.
لوبی
افغان الف لوبډلې هانګ کانګ ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
افغانستان الف لوبډلې له پرلهپسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
افغانستان الف کرکټ لوبډلې د آسیا د راټوکېدونکو ستورو جام په سیالیو کې هانګ کانګ لوبډلې ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان الف لوبډلې له پرلهپسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
هانګ کانګ لوبډلې د پچې له بایللو او د توپاچونې له پرېکړې وروسته په ۲۱.۳آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۶۶ منډې وکړې.
اللهمحمد غضنفر د افغانستان لپاره څلور ویکټې واخیستې او نصیرخان معروفخېل درې ویکټې واخیستې.
افغانستان الف لوبډلې د ۶۷ منډو هدف په ۱۰.۲آورونو کې د درې ویکټو پر له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
دروېش رسولي پر۳۰توپونو ۵۰ منډې وکړې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان الف لوبډلې لومړۍ بریا ده. افغان لوبډلې له دې مخکې له بنګلهدېش او سریلانکا څخه ماتې خوړلې وه.
لوبی
افغانستان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه
افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.
افغانستان د دوشنبې پر ورځ د ۲۰۲۶ز.کال د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام په« ایافسي» سیالیو کې د B ګروپ د وروستۍ لوبې پر مهال ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه او د ګروپي پړاو سیالۍ یې په بریا پای ته ورسولې.
افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.
افغانستان لوبه په پیاوړي ډول پیل کړه او د لوبې په درېیمه دقیقه کې محمد اکبر د رامز فاروق له پاس څخه پر ګټه اخیستو لومړی ګول وواهه.
درې دقیقې وروسته د افغانستان دروازهساتونکي محمد اسحاق د خپل نیمایي له دننه څخه پیاوړ دوهیم ګول وواهه او د افغانستان برلاسی یې دوه برابره کړ.
افغانستان خپل بریدونه روان وساتل او رامز فاروق په پنځلسمه دقیقه کې د میدان له منځنۍ کرښې څخه په لرې واټن ویشتلي توپ سره درېیم ګول وواهه.
ویتنام دوه دقیقې وروسته د هو کووک هونګ له لارې یو ګول وواهه. هغه د نګو ټان ټای د کونج له پاس څخه پر ګټه اخیستو د ویټنام د ګولونو حساب پرانیست.
د دواړو لوبډلو له څو هڅو سره- سره افغانستان خپله برلاسي وساتله او احمد نذیر په نههویشتمه دقیقه کې د سر پر ضربې څلورم ګول وواهه.
یوه دقیقه وروسته د ویتنام ټران نګوک باو دوهیم ګول وواهه؛ خو هدایتالله قریشي په څلوردېرشمه دقیقه کې پنځم ګول وواهه او د افغانستان ۵ پر ۲ بریا یې ډاډمنه کړه.
له دې بریا سره افغانستان حذفي پړاو ته د تګ هیله پیدا کړه؛ خو د دې هېواد د صعود برخلیک به د ګروپي سیالیو له بشپړېدا وروسته ښکاره شي.
لوبی
افغانستان د آسیا په اووه کسیز راګبي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه
دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.
د افغانستان راګبي ملي لوبډلې په ۲۰۲۶ز.کال آسیا اووه کسیز راګبي سیالیو کې بنګلهدېش ته د ۱۹ پر ۱۰ پر ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه.
دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.
د فیلیپین ملي لوبډلې په پایلوبه کې کوربه چین تایپه ته د ۱۹ پر ۱۴ له ماتې ورکولو سره له پنځه لوبو څخه د پنځه بریاوو پر ترلاسه کولو اتلولي خپله کړه.
چین تایپه دوهیم او افغانستان درېیم ځای خپل کړ او د برونزو مډال یې وګاټه؛ بنګلهدېش په څلورم ځای کې راغی.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، بنګلهدېش، فیلیپین او چین تایپه څلور لوبډلو ګډون کړی و.
-
تازه خبرونه5 days agoترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته پر نغوته د مکې له دفاعي تړون دفاع وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل د لارې نقشه جوړوي
-
تازه خبرونه5 days agoد جرمني د ښي اړخي ګوند مشر د افغانانو پر ګډون د ۲.۶ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د چاپېریال ساتنې نړیوالې مرستې بیا پیل شوې
-
تازه خبرونه4 days agoد ایراني ځواکونو پر ډزو درې افغان کډوال ووژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoد معیار او کیفیت ادارې پلاوي له ایراني بنسټونو سره پر صادراتي او وارداتي خنډونو خبرې وکړې
-
سوداگري5 days agoافغان او اماراتي سوداګرو په ترکمنستان کې د نږدې ۱۰۰ میلیون ډالرو توکي وپېرل
-
لوبی3 days agoافغانستان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه
