لوبی

د ۲۰۲۳ اسیا جام په اړه د پوهېدا لپاره اړین ټکي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۴۰۲)

د ۲۰۲۳ اسیا جام سیالۍ به چارشنبه (د وږي ۸ / د اګست ۳۰ ) د ورځې بر ۱:۳۰ پیل شي او شپږ لوبډلې د دې سیالیو د اتلولۍ لپاره سیالۍ ته چمتو دي او د سږنیو سیالیو ګډ کوربه‌توب سریلانکا او پاکستان کوي.

افغانستان هم له بنګله دېش او سریلانکا سره ځای په ب ګروپ کې راغلی او هند، پاکستان او نیپال په الف ګروپ کې دي.

دا به په دې سیالیو کې د نیپال لومړۍ لوبه وي.

د نیپال لوبډلې د اسیا کرکت شورا د غوره لیګ د لومړي پړاو له ګټلو سره د اسیا جام سیالیو ته لار وموندله او په پای لوبه کې یې عربي متحده اماراتو ته پر اووه ویکتو ماتې ورکړه.

اسیا جام په ۱۹۸۴ ز.کال کې د یو ورځنیو نړیوالو بڼو له لارې پیل شو. که څه هم وروستي پړاوونه یې د یو ورځنیو نړیوالو او شل اوریزو بڼو ترمنځ بدل شوي دي.

د ۲۰۲۳ پړاو به د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په توګه ترسره شي.

هند په دې تورنمنت کې له اووه اتلولیو سره تر ټولو بریالۍ لوبډله ده. سریلانکا د شپږ اتلولیو له لرلو سره دوه‌یم ځای لري او پاکستان دوه ځله د اسیا جام اتلولي ګټلې ده.

د ۲۰۲۳ ز.کال اسیا جام په سیالیو کې د درې – درې لوبډلې په دوه ګروپونو کې لوبیږي او هره لوبډله به په خپل ګروپ کې لوبې کوي. بیا به د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې څلورم پړاو ته لار مومي.

غوره څلور لوبډلې به یو بل ګټي او دوه غوره لوبډلې به فاینل ته ځي، چې د وږي پر ۲۶ / د سپتمبر پر ۱۷ به په کولمبو کې ترسره شي.

ټولټال ۱۳ لوبې به د وږي له ۸ / د اګست له ۳۰ څخه د وږي تر ۲۶ / د سپتمبر تر ۱۷ پورې ترسره شي. د دې تورنمنت یا سیالیو ګروپي پړاو به وږي له ۸ / د اګست له 30 څخه د وږي ۱۴ / د سپتمبر تر ۵ پورې ترسره شي، چې درې لوبې به یې په پاکستان او پاتې په سریلانکا کې ترسره کیږي.

د غوره څلورو لوبډلو پړاو به د وږي له ۱۵ څخه د وږي تر ۲۴ / د سپټمبر له 6 څخه تر 15 پورې، چې پېنځه لوبې به په سریلانکا او یوه په پاکستان کې ترسره شي. فاینل به د وږي پر ۲۶ / د سپتمبر پر ۱۷ د سریلانکا د کولمبو د آر پریماداسا لوبغالي کې ترسره شي.

د اسیا جام سیالۍ به د پاکستان او سریلانکا په څلورو ځایونو کې ترسره شي؛ ملتان او لاهور به په پاکستان کې او کینیدي او کولمبو به په سریلانکا کې د لوبو کوربه وي.

افغانستان دغه تورنمنت ته په داسې حال کې ځي، چې دې لوبډلې ته په دې وروستیو کې پاکستان ۳-۰ ماتې ورکړه؛ خو د افغانستان لوبډله کولی شي په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې خپلې زړه راکښونکې هڅې وکاروي.

افغانستان د جون په میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې ۲-۱ مات شو؛ خو زړورتیا یې وښوده او د جولای په میاشت کې یې د بنګله دیش پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله. دا لوبډله به په اسیا جام سیالیو کې د خپلو برلاسو لوبغاړیو پر مټ ښه وځلیږي.

د افغانستان د لوبغاړو نوملړ:

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر) رحمان الله ګربز(ویکت ساتونکی) اکرام علي خېل (ویکت ساتونکی) ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نوراحمد، محمد سلیم ساپی او فضل الحق فاروقي.

آریانا تلویزیون به هره ورځ په ټول هېواد کې د کرکت مینه‌والو لپاره د وږي پر ۸ / د اګست پر ۳۰ د چارشنبې پر ورځ ۱:۳۰ پر ژوندۍ بڼه خپروي. فاینل لوبه به د وږي پر ۲۶ / د سپتمبر پر ۱۷ په کولمبو کې ترسره شي.

په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي، چې پر دوه ګروپونو وېشل شوې دي؛ هند، نیپال او پاکستان په الف ګروپ کې او افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په ب ګروپ کې دي.

افغانستان به په ګروپي پړاو کې لومړۍ لوبه د وږي پر ۱۲ / د سپتمبر پر ۳  د پاکستان په لاهور ښار کې له بنګله دېش سره کوي. له دې وروسته به لوبډله د وږي پر ۱۵ / د سپتمبر پر پېنځمه په لاهور کې هم له سریلانکا سره لوبه کوي.

د یادونې ده، چې ټولې لوبې به هره ورځ اریانا تلویزیون پر ژوندۍ بڼه خپروي.

د سیالیو پر مهالوېش د پوهیدو لپاره داځای  کېکاږئ!

Trending

Exit mobile version