لوبی

د ۲۰۲۳ نړیوال جام کپ افغانستان – کابل ته راورسېد

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۶, ۱۴۰۲)

نن پنجشنبه سهار( د وږي ۱۶) د کرکت نړیوالې شورا (آی سي سي) د ۲۰۲۳ ز. کال د نرینه وو د یو ورځني نړیوال جام کپ له اړوند سیالیو مخکې، چې په اوکتوبر میاشت کې پیلیږي؛ کابل ته راورسېد.

ټاکل شوې، چې دا له سپینو او سرو زرو جوړ شوی کپ به دوه ورځې په افغانستان کې د کرکت مینه‌والو د لیدلو لپاره وي او بېلابېلو سیمو ته وړل کیږي.

دا د افغانستان په تاریخ کې دوه‌یم ځل دی چې د کرکټ نړیوال جام کپ دې هیواد کې سفر کوي.

افغانستان د کرکت نړیوالې شورا دایمي غړی او په نړیوال جام کې یو له ګډون کوونکیو لوبغاړو څخه دی.

دې کپ خپل سفر د جون پر ۲۷ له کوربه هېواد هندوستان څخه پیل کړ، چې افغانستان ته له راتګ مخکې یې پاکستان، استرالیا، نیوزیلیند، پاپوا نیوګیني، امریکا، ویست انډیز، بنګله دیش، کویت، ایتالیا، فرانسې  انګلستان او بحرین ته سفرونه کړي دي.

د اکتوبر له ۵ څخه د نومبر تر ۱۹ پورې به ۱۰ لوبډلې په ۱۰ لوبغالیو کې د دې کپ د ګټلو لپاره هڅې وکړي. په احمد آباد کې به د نریندرا مودي لوبغالی د دې سیالیو پیل او فاینل کوربه وي.

دغه سیالۍ به د تلو او راتلو په بڼه ترسره شي او ټولې لوبډلې به د لیګ په ۴۵ سیالۍ کې له یو او بل سره ولوبیږي.

غوره څلور لوبډلې به نیمه وروستي پړاو ته لار ومومي، چې د نومبر پر ۱۵ به په ممبي کې او د نومبر پر ۱۶ په کلکته کې ترسره شي. نیمه وروستۍ او وروستۍ لوبه ځانګړې ورځې ولري.

ویل کیږي، چې دا نړیوال کپ پرون په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان کرکت بورد مسوولینو ته سپارل شوی و.

Trending

Exit mobile version