روغتيا
د ۲۰۲۳ کال د نوبل روغتیايي جایزه د کرونا ویروس د دوه واکسین جوړوونکیو پر برخه شوه
د نوبل اکادمۍ د دوشنبې پر ورځ (د تلې ۱۰ ) د ۲۰۲۳ کال د نوبل روغتیایي او فزیولوژيکي جایزه هنګري الاصله امریکایي کاتالین کاریکو او امریکایي درو وایسمن ته ورکړه ، چې د کورونا واکسین د جوړولو دوه مخکښ څېړونکي دي.
د دغو دوه نومیالیو ساینس پوهانو څېړنه د امآرانای mRNA تکنالوژۍ د پراختیا لامل شوه، چې پر بنسټ یې د کووید-۱۹ یا کرونا ناروغۍ لپاره دوه واکسینونه فایزر Pfizer او مدرنا Moderna تولید شول.
د نوبل اکادمۍ په اعلامیه کې راغلي: د کاتالین کاریکو او درو وایسمن څېړنې د ۲۰۲۰ په وروستیو کې mRNA پر بنسټ د دوه بریالیو واکسینونو لامل شوې. دې واکسینونو د میلیونونه خلکو ژوند ژغورلی او د ډېرو نور د ناروغۍ مخه یې نیولې ده.
د سویدني اندتون د څرګندونو له مخې: دوی وموندله، چې حجرو ته د mRNA وردننه کول د التهابي غبرګونونو د فعالیدو مخنیوی او همدارنګه د پروتین تولید ډېرولو لپاره کارول کیدی شي. دوی خپلې موندنې د ۲۰۰۵ کال په یوه تاریخي مقاله کې خپرې کړې، چې په هغه وخت کې ورته لږ پام راواوښت؛ خو د خورا اړینو پرمختګونو بنسټ یې کېښود، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په بهیر کې یې انسانیت ته خدمت وکړ.
د یادونې ده، چې تېر کال د نوبل جایزه ۶۷ کلن سویدني لرغونپوه سوانتی پابو ته ورکړ شوې وه.
روغتيا
قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.
د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.
روغتيا
قلندر عباد د روغتیایي سکټور ملاتړکوونکیو بنسټونو ته د افغانانو اړتیاوې وړاندې کړې
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د پنجشنبې پر ورځ ( د کب لسمه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیایي سکټور د ملاتړو بنسټونو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانانو پر روغتیایي اړتیاوو یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې قلندرعباد د روغتیايي سیسټم د اصلاح، ګډې څارنې، روغتیايي ځانبسیاینې، د کلیو او ولسوالیو پر کچه د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په روغتیایي برخه کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د اداري لګښتونو د کمولو او د مرستو په سمو او ډاډمنو رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د ډېرو اداري لګښتونو مخه ونیول شي، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر برخه به مثبت اغېز ولري.
همدارنګه عباد ټینګار کړی، چې د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدا به د روغتیایي سکټور په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو لپاره ګټوره وي.
د قلندر عباد د څرګندونو له مخې؛ دا د افغانستان د روغتيايي سيسټم د خپلواکۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او معياري کولو لپاره يو ستر او مثبت ګام دى، چې بايد نړيواله ټولنه يې ومني.
روغتيا
د ګوزڼ واکسيناسيون فرعي کمپاين پيل شو
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ نن (دوشنبه د کب اوومه / د فبرورۍ شپږویشتمه ) د ګوزڼ یا پولیو واکسین د پلي کېدا د فرعي کمپاین دوهیم پړاو پیل کړ.
د پولیو واکسین دغه څلور ورځنی کمپاین به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پلی شي.
د دغه کمپاین موخه له پېنځه کلنو څخه کم عمره اووه اعشاریه شپږ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ویروس پر وړاندې واکسین پلی کیږي.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد ویلي: مونږ د خپلو کاري شریکانو پر همکارۍ په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمن یوو. مونږ شپه او ورځ کار کوو او په ټول هېواد کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو هدف ته د رسېدو لپاره د پولیو واکسین کمپاینونو او روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکوو.
هغه زیاته کړې: د ګوزڼ د له منځه وړلو په چارو کې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د سپینږیرو، د سیمې د مشرانو او دیني عالمانو ملاتړ مهم دی. دا د دوی لپاره اړینه ده، چې د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي او خپل ماشومان روغ وساتي.
ګوزڼ يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه يې نهکېږي او يوازې د واکسيناسيون په واسطه وقایه او مخه یې نيول کېدی شي.
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ5 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه