روغتيا

د ۲۰۲۳ کال د نوبل روغتیايي جایزه د کرونا ویروس د دوه واکسین جوړوونکیو پر برخه شوه  

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۲)

د نوبل اکادمۍ د دوشنبې پر ورځ (د تلې ۱۰ ) د ۲۰۲۳ کال د نوبل روغتیایي او فزیولوژيکي جایزه هنګري الاصله امریکایي کاتالین کاریکو او امریکایي درو وایسمن ته ورکړه ، چې د کورونا واکسین د جوړولو دوه مخکښ څېړونکي دي.

د دغو دوه نومیالیو ساینس پوهانو څېړنه د ام‌آر‌ان‌‌ای mRNA تکنالوژۍ د پراختیا لامل شوه، چې پر بنسټ یې د کووید-۱۹ یا کرونا ناروغۍ لپاره دوه واکسینونه فایزر Pfizer او مدرنا Moderna تولید شول.

د نوبل اکادمۍ په اعلامیه کې راغلي: د کاتالین کاریکو او درو وایسمن څېړنې د ۲۰۲۰ په وروستیو کې mRNA پر بنسټ د دوه بریالیو واکسینونو لامل شوې. دې واکسینونو د میلیونونه خلکو ژوند ژغورلی او د ډېرو نور د ناروغۍ مخه یې نیولې ده.

د سویدني اند‌تون د څرګندونو له مخې: دوی وموندله، چې حجرو ته د mRNA وردننه کول د التهابي غبرګونونو د فعالیدو مخنیوی او همدارنګه د پروتین تولید ډېرولو لپاره کارول کیدی شي. دوی خپلې موندنې د ۲۰۰۵ کال په یوه تاریخي مقاله کې خپرې کړې، چې په هغه وخت کې ورته لږ پام راواوښت؛ خو د خورا اړینو پرمختګونو بنسټ یې کېښود، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په بهیر کې یې انسانیت ته خدمت وکړ.

د یادونې ده، چې تېر کال د نوبل جایزه ۶۷ کلن سویدني لرغونپوه سوانتی پابو ته ورکړ شوې وه.

Trending

Exit mobile version