لوبی

د ۲۰۲۵ آسیا جام په لومړۍ لوبه کې افغانستان ښه وځلېدو

د افغانستان راتلونکې ګروپي لوبې به د وږي پر پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر پر شپاړلسمه د بنګله دېش پر وړاندې او بیا د وږي پر اووه‌ویشتمه / د سپتمبر پر اته‌لسمه د سریلانکا پر وړاندې تر سره شي.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د آسیا جام په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۹۴ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

د توپ‌وهنې او توپ‌اچونې په دواړو برخو کې افغان لوبغاړو نه ستړې کېدونکې هحې وکړې او دا یې وښودله، چې دوی دې سیالۍ ته بشپړ چمتووالی لرلو.

صدیق اتل او عظمت الله عمرزی زړاراښکونکې لوبه وکړه او د ۱۸۹ منډو هدف یې وټاکه. په داسې حال کې، چې افغان توپ‌اچوونکو هم دې هدف ته د رسېدو لپاره د هانګ‌کانګ لوبډلې مخه ونیوله.

دا پرېکنده بریا د آسیایي سیالیو وروستیو پړاوونو ته د وړتیا لرلو یو هیله‌بښونکې پیل دی.

افغانستان، چې له بنګله دېش، سریلانکا او هانګ کانګ سره د دې سیالۍ په (ب) ګروپ کې دی؛ لومړی باید د آسیا له پیاوړو لوبډلو سره سیالي وکړي.

د افغانستان راتلونکې ګروپي لوبې به د وږي پر پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر پر شپاړلسمه د بنګله دېش پر وړاندې او بیا د وږي پر اووه‌ویشتمه / د سپتمبر پر اته‌لسمه د سریلانکا پر وړاندې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version