Connect with us

لوبی

د ۲۰۲۵ کرکټ اتلانو جام لپاره د افغانستان د لوبغاړو نوملړ اعلان شو

د ملي لوبډلې یو نومیالی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ، چې د پښې د ټپ له کبله له څه وخت راپدېخوا له لوبډلې لرې و؛ بېرته له لوبډلې سره یوځای شوی دی.

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۲۴, ۱۴۰۳

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام لپاره د خپلې ۱۵ کسیزې ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ، چې ټاکل شوې د کب پر لومړۍ / د فبروري پر نولسمه پیل شي.

د ملي لوبډلې یو نومیالی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ، چې د پښې د ټپ له کبله له څه وخت راپدېخوا له لوبډلې لرې و؛ بېرته له لوبډلې سره یوځای شوی دی.

د ملي لوبډلې بریالی توپ اچوونکی مجیب الرحمن تر اوسه پورې له خپل اړوند ډاکټر څخه په لوبو کې د ګډون اجازه نده ترلاسه کړې. د هغه پر ځای، بل بریالی بالر الله محمد غضنفر په نوملړ کې راغلی دی.

صدیق الله اتل یو بریالی توپ‌وهونکی، چې د زیمبابوي پر وړاندې په وروستیو سیالیو کې ښه وځلېد، په نوملړ کې شامل شوی دی.

د ملي لوبډلې بریالی توپ‌اچوونکی نور احمد لکڼوال، چې مخکې د زمبابوې پر وړاندې د روزنیزو هحو یا تمریناتو په بهیر کې لږ ټپي شوی و؛ له درملنې وروسته په نوملړ کې نیول شوی دی.

د لوبغاړو بشپړ نوملړ:

حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتي د لوبډلمشر مرستیال، رحمان الله ګرباز او اکرام علي‌خېل (ویکټ ساتونکي)، ابراهیم ځدران، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، غضنفر، نور احمد، فضل الحق فاروقي ، نوید ځدراڼ، او فرید احمد ملک.

پر دې لوبغاړو سربېره، دروېش رسولي، بلال سمیع او ننګیال خروتي په احتیطي نوملړ کې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف ویلي: ” له شک پرته زمونږ ملي اتلان په تېر نړیوال جام کې ډېر ښه وځلېدل، چې په پایله کې یې د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه. له دې ټولو لاسته راوړنو او کړنو سره – سره زه ډاډه یم، چې زمونږ لوبغاړي به په دې لویو سیالیو کې ډېر بریالي وي او یو ځل بیا به د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه او لاسته راوړنې ثبت کړي.”

هغه زیاته کړې: “په تېرو دوه نړیوالو جامونو کې مونږ له کوربه هېوادونو څخه د روزنیز مشاورین هم ګمارلي وه، او په دې ټورنمنټ کې یونس خان یو له تجربه لرونکو او بریالیو لوبغاړو څخه دی، چې بریالی شو نړیوال جام خپل هېواد ته پخپله مشرۍ راوړي. مونږ د ملي لوبډلې د لنډمهاله روزونکي لپاره یو سلاکار ټاکلی دی او د هغه شتون به هم مثبته پایله ولري.”

د ۲۰۲۵ کرکټ اتلانو جام په اړه معلومات

اسټرالیا او هند د اتلانو جام دوه ترټولو بریالۍ لوبډلې دي، چې په ۱۹۹۸ کال کې پیل شوي؛ هغه مهال د “ناک آوټ کپ” په نوم پېژندل کېده. دواړو لوبډلو دوه ځله دا سیالۍ ګټلي؛ اسټرالیا یوازنۍ لوبډله وه، چې پرله‌پسې اتلولۍ یې ګټلې دي – پر ۲۰۰۶ د هند په ممبي کې او پر ۲۰۰۹ سویلي افریقا په سینټوریون کې. هند پر ۲۰۰۲ په کولمبو کې ټورنمنټ وګاټه؛ له سریلانکا سره یې په ګډه کوربتوب وکړ او بیا پر ۲۰۱۴ د انګلستان په برمنګهم اتل شو.

د دې جام نور ګټونکي جنوبي افریقا، نیوزیلینډ، ویسټ انډیز او پاکستان دي.

په افغانستان کې د لوبو د خپرونو حقونه

په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي د ۲۰۲۵ کرکټ اتلانو جام پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو ټلویزیون څخه وګوري، چې د دې پېښې د خپراوي ځانګړي حقونه یې ترلاسه کړي دي.

دا به د کرکټ اتلانو نهم فصل وي او کوربه به یې پاکستان وي.

د خبرتیاوو او نورو جزئیاتو لپاره د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزو رسنیو پاڼې هم وڅارئ.

د سیالیو مهالوېش په لاندې ډول دی:

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټي‌مټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.

د اعلان شوې مهال‌وېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپ‌اچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپ‌اچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپ‌اچولو هیله‌بښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.

Continue Reading

لوبی

طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د نهه‌ویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات  او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.

طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان اف‌سي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوه‌یمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

استقلال کابل د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اته‌ویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره څو فرصتونه جوړ کړل؛ خو هیڅ یو فرصت په ګول بدل نه‌شو او لومړۍ نیمایي لوبه بې‌ګوله پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې هم لوبه نږدې او برابره روانه وه، چې د لوبې په نویومه دقیقه کې ندیم نعیمي له نږدې واټن څخه د استقلال کابل لومړی ګول وواهه.

له دې وروسته هارون نوري په اضافه وخت کې د استقلال کابل دوه‌یم ګول وواهه او په دې توګه استقلال کابل دوه پر صفر بریا خپله کړه.

خراسان فاریاب په دې لوبه کې ۱۰ سرغړونې وکړې او څلور ژېړ کارتونه یې واخیستل. استقلال کابل بیا شپږ سرغړونې وکړې.

استقلال کابل به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر دوه‌یمه له عمر ځواک هرات سره وکړي او خراسان فاریاب به د اوکټوبر پر لومړۍ له آریانا خوست سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!