تازه خبرونه
د ۲۰۲۶ آسیا جام غوراوي سیالیو لپاره د افغانستان فوټسال لوبډلې وروستۍ نوملړ اعلان شو
د غوراوي سیالۍ به د وږي پر نههویشتمه / د سپټمبر پرشلمه د افغانستان او مالډیپ سره پیل شي او افغانستان به څلور ورځې وروسته له میانمار سره لوبه وکړي.
د افغانستان فوټبال فډراسیون د هېواد د ملي فوټسال لوبډلې ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړ، چې په انډونیزیا کې به د ۲۰۲۶ کال د آسیا جام په غوراوي سیالیو کې برخه واخلي.
دا لوپډله په یوه سخت ګروپ کې ده او له میانمار او مالډیپ سره به سیالي وکړي.
د غوراوي سیالۍ به د وږي پر نههویشتمه / د سپټمبر پرشلمه د افغانستان او مالډیپ سره پیل شي او افغانستان به څلور ورځې وروسته له میانمار سره لوبه وکړي.
د لوبغاړو په وروستي نوملړ کې مهم نومونه دا دي: محمد جواد صفري، علي احمد محسني، مهدي نوروزي، رضا حسین پور، جواد حیدري، حمید رضا حسیني او علي امیري. د لوبډلې نور غړي سید مرتضی حسیني، فرزاد محمودي، محمد مرادي، بهمن ګرګیچ، سید حسین موسوي، اکبر کاظمي، عباس حیدري او امید قنبري نومونه راغلي دي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکی مجید مرتضایي دی او د فوټبال فډراسیون هیله لري، چې لوبډله یې د غوراوي په سیالیو کې له غوره فعالیت سره د پام وړ بریا ترلاسه کړي.
دا سیالۍ په افغانستان کې د فوټسال ودې او د آسیا پر کچه د هېواد د لوبغاړو د وړتیاوو ښودلو لپاره یو مهم فرصت دی او دا ډګر به د سپورټ د مینهوالو ډېر پام ځانته راواړوي.