تازه خبرونه

د ۲۱۵ میوند قول اردو ملکي مرستیال د طالبانو په برید کې ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ۲۱۵ میوند قول اردو د ملکي برخې مرستیال او یو ساتونکی یې تېره شپه د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند وایي، خان آقا او زوی یې د دند کندهار په ولسوالۍ کې کورته نږدې د وسلوالو طالبانو تر برید لاندې راغلي دي.

د هغه په وینا؛ په دې برید کې لومړی د نوموړی ساتونکی ووژل شو ؛ دی او زوی یې ټپیان شول، خو د دغه قول اردو د ملکي برخې مرستیال خان آقا په روغتون کې ساه ورکړه.

د میوند قول اردو ویاند زیاتوي، دوه برید کوونکي هم، چې طالبان ول د سرتېرو لخوا وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version