لوبی

راشد خان د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ په پنځوس آووریزه لوبه کې لوبېږي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۹, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت بورد د بنګله دیش پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لپاره ۱۸ کسیز جوړښت اعلان کړ، چې راشد خان هم په کې دی.

راشد خان د بنګله دېش پر وړاندې په تست لوبه کې، چې افغانستان له سختې ماتې سره مخ شو؛ ګډون نه‌درلود، ځکه ورته د دمې سپارښتنه شوې وه.

نوموړی د بنګله دېش پر وړاندې د پنځوس آووریزو لوبو لپاره، چې ټاکل شوې د جولای پر پېنځمه پیل شي؛ ملي لوبډلې ته راستون شوی دی.

د افغانستان د کرکت بورد د غوراوي کمیتې مشر اسدالله خان د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دا ډېر ښه خبر دی، چې ټول په لوبډله کې دي او په فزیکي توګه چمتووالی لري او د خپلو هڅود ترسره کولو لپاره بېرته راستانه شوي او مونږ په‌دې اړه ډېر خوښ یوو.

په دې نړیوالو سیالیو کې هغه پېنځه لوبغاړي ( ضیا اکبر، اظہارالحق نوید، فرهاد مومند، عبدالرحمن او سلیم ساپی ) هم لرو، چې اړوند لوبې یې تر دې دمه تجربه کړي نه‌دي؛ خو وتلی ستوری نور احمد، چې د هند په غوره لیګ کې د راشد خان تر څنګ ځلېدلی، په لوبډله کې نشته.

د لوبغاړیو د غوراوي کمیتې څرګنده کړې: تر اوسه دغه ۱۸ کلن لوبغاړی دومره وړ نه‌دی، چې په ۵۰ آووریزه سیالیو کې ولوبېږي؛ خو په ۲۰ آووریزو سیالیو کې ښه ځای لرلی شي.

اسدالله خان وایي: اوس‌مهال هغه ( نور احمد ) د شل آووریزو لوبو لپاره ډېر ښه دی. اظهار الحق نوید به په یو ورځنیو لوبو کې وي او له راشد او مجیبه ملاتړ کوي؛ خو په ۲۰ آووریزو لوبو کې مونږ داسې یو چا ته اړتیا لرو، چې پر ځانډاډمن وي. دا یوه پوره بڼه ده او یو بشپړ بېساری ذهنیت دی او زه نه غواړم، چې زیانمن یې کړم.

بنګله دېش ته د افغانستان کرکت ملي لوبډلې سفر په یوه تست لوبه کې پیل شو، چې کوربه لوبډلې دغه لوبه د ۵۴۶ منډو پر ستر توپیر وګټله. له درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو وروسته به د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل آووریزې لوبې هم ترسره شي.

د افغانستان د لوبډلو جوړښت:

حشمت الله شهیدي، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علیخېل، راشد خان، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، عبدالرحمن، شاهدالله، ضیاء الرحمن، وفادار مومند او سید شېرزاد.

احتیاطي لوبغاړي:

کریم جنت، زبید اکبري، قیس احمد، احسان الله جنت، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نوین الحق، فرید ملک، درویش رسولي، اسحاق رحیمي.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ۵۰ آووریزه لوبه به د جوړښت له مخې د جولای پر پېنځمه، اتمه او یوولسمه ترسره شي.

Trending

Exit mobile version