لوبی

راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو

له دې مخکې دا ریکارډ د ویسټ انډیز له لوبغاړي ډي جي براوو سره و، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۶۳۱ ویکټې اخیستې وې.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نومیالی او وړ توپ‌اچوونکی راشد خان تېره شپه د سویلي افریقا د غوره لیګ په شل اوریزو لوبو کې د خپلو ویکټو شمېر ۶۳۳ ته ورساوه؛ دوه لوبغاړي لرې کړل او یو نوی نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

له دې مخکې دا ریکارډ د ویسټ انډیز له لوبغاړي ډي جي براوو سره و، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۶۳۱ ویکټې اخیستې وې.

د افغان او نړیوال کرکټ ځوان ستوري په لږ عمر کې دا ممکنه کړې، چې په راتلونکو کلونو کې خپل ریکارډ نور هم پیاوړی کړي.

هغه په ​​فیسبوک پاڼه کې لیکلي: “زه د خدای شکر ادا کوم، چې ما په کرکټ کې یوه بله لاسته راوړنه ثبت کړه.” هر څه، چې یوو؛ د خپل وطن پر نوم یوو او هر پرمختګ، چې کوو د خپل وطن لپاره دی. زه خوښ یم، چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې مې ۶۳۳ ویکټې واخیستې او په نړۍ کې لومړی توپ‌اچوونکی شوم. “ستاسې له دعاګانو او ملاتړ څخه یوه نړۍ مننه.”

هغه مخکې د هند غوره لیګ په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ د غوره توپ‌اچوونکي لقب ګټلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او نومیالي توپ‌اچوونکي راشد خان ته د غوره دوه‌یمې درجې لقب ورکړی و.

Trending

Exit mobile version