تازه خبرونه

راځئ د لویدیځ د اخطارونو تر اغېز لاندې را نشو

شیخ هبة‌الله اخوندزاده ویلي؛ هغه کسان، چې د اسلام د دښمنانو پر وړاندې ودریږي، زیان نه‌ویني.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله اخوندزاده ویلي،  چې مسلمانان باید د لویدیځ د اخطارونو تر اغېز لاندې را نشي.

هغه د کندهار د مرکزي جهادي مدرسې د عالمانو د فراغت په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې “کافران” به هیڅکله د دوی صورت، سیرت او عقیدې ونه مني.

هغه وويل: ” که اراده لرئ، چې تر مرګه پورې د اسلام لپاره ودریږئ؛ نو ځان شهادت او زندان ته چمتو کړئ. صحابه کرام شهیدانېدل. اور پرې ورېده. مونږ کومه ستونزه زغملې ده؟ مونږ ته اسلام ډېر ارامه راغلی دی.”

شیخ هبة‌الله اخوندزاده ویلي؛ هغه کسان، چې د اسلام د دښمنانو پر وړاندې ودریږي، زیان نه‌ویني.

دا مو ایمان دی دا مو عقیده ده او په همدې ولاړ یوو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ختیځ او لویدیځ قدرتونه نشي کولی، چې په افغانستان کې واکمن رژیم ته زیان ورسوي.

هغه د نظام د ساتنې لپاره د هڅې ډاډ څرګند کړي او وایي، چې هیڅ خنډ به یې مخه ونه نیسي؛ ځکه، چې دا نظام وړیا او د مهربانۍ له مخې ندی ورکړ شوی، بلکې د دوی د مبارزو او هڅو پایله ده.

دغه راز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارسمبالي نورالله نوري د “اسلامي نظام ثبات او د خلکو یووالي” تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه د امربالمعروف او نهي عن المنکر په خاطر اسلامي امارت پر رسمیت نه‌پېژني.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ مخکې د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت د رهبر او همدارنګه د سترې محکمې د رییس د نیولو غوښتنه وکړه. د بهرنیو چارو وزارت د جرمونو نړیوالې محکمې دا غوښتنه ناعادلانه وګڼله او دا یې د سیاسي انګیزو کار وباله.

Trending

Exit mobile version