بی بی سی پښتو
رخشانه څوک وه او افغان موسیقي ته یې څه وکړل؟
په رخشانه مشهوره حمیده اصیل د افغانستان یوه لومړنۍ سندرغاړې وه چې دا اونۍ په ۸۰ کلنۍ کې مړه شوه.
د یو بل افغان هنرمن شاه ولي کورنۍ چې امریکا کې رخشانې سره نږدې و د نوموړې د عکس خپرولو سره وايي، چې رخشانه تېره دوشنبه مړه شوه.
مېرمن رخشانه په ۱۳۴۰ ا و۱۳۵۰ کلونو کې د افغانستان یوه ډېره منلې او مشهوره سندرغاړې وه او افغانستان راډیو کې یې نږدې شپږ سوه پښتو او دري سندرې ریکارډ کړې دي.
د افغان موسیقۍ یو استاد ګلزمان چې له نږدې ور سره اشنا او ګډې سندرې یې هم ور سره ویلې دي وايي، د هنري پروګرامونو لپاره پر کابل سربېره مزار، جلال اباد، کوزې پښتونخوا او نورو هېوادونو لکه ایران، تاجکستان، ازبکستان او هندوستان ته ور سره تللی دی.
د موسیقۍ هیله یې څنګه پوره شوه؟
د مېرمن رخشانې مور خدیجه د موسیقۍ ښوونکې او خیاطه وه، ارمونیه یې غږوله او د موسیقۍ له راګونو سره اشنا وه.
ښايي د مور اغېز وي چې رخشانې له ماشومتوب له شعر او سندرو ویلو سره مینه درلوده.
هغه مهال افغان دودیزه ټولنه کې د مېرمنې لپاره سندرې ویل اسان نه و.
د رخشانې نورو خپلوانو او کورنۍ یې د دې له سندرو ویلو سره مخالفت کاوه، خو دا ورته تسلیم نه شوه او له پلار یې هم ملاتړ وکړ.
رخشانې پیل کې د فروزان په نوم سندرې ویلې، خو وروسته په رخشانه مشهوره شوه.
مېرمن رخشانې د موسیقۍ پیل له زینب نندارې وکړ او ډېرې سندرې یې مشهورې دي.
افغان موسیقي ته یې څه وکړل؟
افغان سندرغاړی احمد ولي خپل فیسبوک کې مېرمن رخشانه افغانستان کې یوه مخکښه سندرغاړې بولي.
د افغانستان موسیقۍ ملي انستیتیوت مشر احمد سرمست وايي، مېرمن رخشانه یوه لومړنۍ سندرغاړې وه چې موسیقي کې یې د ښځو د ځای بنسټولو کې لوی رول درلود.
د افغانستان ملي تلوېزون پخوانی مشر او طنزلیکوال هارون یوسفي وايي، مېرمن رخشانه دومره مشهوره وه چې د خپل وخت نږدې ټولو رسمي کلتوري سفرونو کې یې ګډون درلود.
د پلار رول
رخشانه د افغانستان یوه څلور ستوریز جنرال اصیل خان وزیري لور وه، چې په اصل کې د یوه سوېلي ولایت اوسېدونکی و.
د موسیقۍ برخه کې یې د لور لاسنیوی وکړ او ویې هڅوله چې راډیو ته لاړه شي او دې سره رخشانې نوي نسل ته د هنر لار پرانیسته.
* سعودیان بلې امریکایۍ سندرغاړې ته شېبې شمېري
* یورووېژن سیالیو د روسۍ سندرغاړې د ګډون مخنیوی
د نوموړې پلار د پاچا امان الله خان ژباړن او د محمد ظاهر شاه واکمنۍ کې له هغه سره نږدې پاتې شو او تر مرګه پاچا تقاعد نه کړ.
رخشانه یوازنۍ مېرمن وه چې د ښځو نهضت پر مهال یې د داود خان صدراعظمۍ پر مهال له سر چادري لرې کړه او له پلار سره سېنما ته لاړه او وروسته یې مور همدا کار وکړ.
له دې وروسته د مېرمنو موسسه جوړه شوه او ښځې له کور بهر شوې او دندې یې پیل کړې.
د رخشانې څو مشهورې سندرې
پاس په تنګي مستې ځدراڼې جنکۍ ژاړي
نری باران دی پاس په لوړ یې وروینه
دا تورې سترګې زما یادېږي-
ژر شه دیدن وکړه همځولې را نه لاړې
رخشانه پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل پسې امریکا ته کډواله شوه او له نږدې څلوېښتو کلونو راهیسې هلته اوسېده.