تازه خبرونه

روانې جګړې او بېوزلۍ اختر بې خونده کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پکتيا اوسیدونکي وايي، روانې جګړې د بل هر څه په څېر اختر هم بې خونده کړی او خلک یې د پخوا په پرتله په جوش او له خوښيو ډک نه نمانځي.

جګړه، ناامني او بېوزلي هغه څه دي، چې په هېواد کې یې پر خلکو اخترونه او نورې هغه خوښۍ، چې باید په ښه ډول نمانځل شوې وای نه نمانځل کېږي.

د پکتیا اوسیدونکي وايي، له تېرو څو کلونو راپدیخوا مو اخترونه پیکه او په سکون یې نشو نمانځلی.

ګنډونکي ښايسته ګل احمدزی وايي؛ بېوزلي او بېکاري هم د اخترونو په بې خونده کوله کې ونډه لري او ډېري کورنۍ د اړتيا وړ توکي نشي رانيولی، چې له کبله یې د اختر له خوښيو بې برخې کیږي.

په ګردیز ښار کې هټیوال هاشم پکتین وایي، د روانې جګړې اندېښمن کړي یو او د جنګ له کبله فقر او بېوزلي په بې ساري ډول زياته شوې، چې پر اخترونو سربېره یې نورې خوښۍ هم له خلکو اخيستي.

د پکتیا اوسیدونکی ساحل منګل وايي، د بېوزلۍ او بې کارۍ له کبله هم خلک نشي کولی په اخترونو کې د ماشومانو او د اړتيا وړ نور توکي واخلي، چې دې چارې هم له اخترونو پخوانی خوند وړی دی.

د پکتیا اوسیدونکی یو بل اوسیدونکی سیداجان نورو پکتیاوالو ته ورته د راتلونکي کوچني اختر په را رسیدو د وسلوالو طالبانو لخوا اوربند ته په تمه دی، چې که د اختر په درې ورځو کې اوربند وکړي؛ خلک به په ډاډه زړه ناامنه سیمو ته ولاړشي او اختر به ونمانځي؛ خو تر اوسه وسلوالو طالبانو رسنیو ته په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اختر کې اوربند رد کړی دی.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version