تازه خبرونه
روسيه د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د ويستلو بهير نه دروي
دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې اوس هم وختي دی او دا بهیر به تدریجي او ګام پر ګام ترسره شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو ويلي؛ هېواد یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د ویستلو بهیر د ګډوډولو اراده نلري او نه به یې بند کړي.
دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې اوس هم وختي دی او دا بهیر به تدریجي او ګام پر ګام ترسره شي.
هغه له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې زیاته کړې: د ترهګرۍ له نوملړه د طالبانو (اسلامي امارت) د ویستلو لپاره قانوني پړاوونه باید بشپړ شي او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په تېره بیا په اقتصادي برخه کې د روسیې د تعامل لپاره مثبته هڅونه رامنځته شي.
دغه روسي ډيپلوماټ د اسلامي امارت د پېژندلو په اړه هم ويلي، چې په دې اړه خبرو کولو لپاره وخت شته دی.
هغه زیاته کړې: روسیه له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د عملي تعامل لپاره ګامونه پورته کوي.
روسیه په سیمه کې یو هغه هېواد دی، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو وروسته یې اړیکې نږدې پاتې شوي؛ خو تر اوسه یې اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی.
تازه خبرونه
د بيبيسي راډیويي خپرونې د پرلهپسې سرغړونو له کبله بندې شوې
د بيبيسي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار رییس صفيالله رائد ويلي، په افغانستان کې د بيبيسي راډیويي خپرونې د« پرلهپسې سرغړونو» له کبله بندې شوې دي.
د بيبيسي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.
تازه خبرونه
نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره عملي هڅې وکړي – برهم صالح
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر برهم صالح له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.
برهم صالح د دې ادارې د اجرائیوي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې بېرته راستنېدونکي له بېوزلۍ، د خدمتونو له محدودیتونو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي همدارنګه د افغان نجونو د زدهکړو او د خپلو هیلو د پوره کولو پر حق ټینګار کړی او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي، چې خپلې ژمنې پر عملي اقداماتو بدلې کړي.
هغه ویلي، افغان نجونې د خوبونو او خیالونو غوښتنه نهکوي، بلکې داسې فرصتونه غواړي، چې وکولی شي خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي.
دغه راز افغان کارپوهانو ويلي، بېرته راستنېدونکي د خپل ژوند د بیا پیل لپاره کاري فرصتونو او دوامدار اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
د دوی پر اند، یوازې لنډمهاله مرستې نهشي کولی د دغو کورنیو ستونزې حل کړي.
د اسلامي امارت چارواکو بېرته راستنېدونکو ته د کار او زدهکړو د فرصتونو پر برابرولو، د بشري مرستو پر اړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
نړیوالې ټولنې د بدیل معیشت په برخه کې له بزګرانو سره اړینې مرستې نهدي کړي- امیرخان متقي
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي، نړیوالې ټولنې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاستهراوړنو د ملاتړ لپاره له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې اړینې مرستې نهدي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
فریلیسن د امنیت د ټینګښت او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاستهراوړنې ستایلې او څرګندوي، چې د افغانستان د امنیت ټینګښت او د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه د اروپايي ټولنې د رسمي دریځ یوه برخه ده.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې اروپايي ټولنه به هڅه وکړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د برید له کبله ۳۲۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه2 days agoامیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoد اوبو او انرژۍ وزیر د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoهوايي شرکتونه دې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو ډډه وکړي -حوثیان
-
لوبی3 days agoافغانستان د ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ کې له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی
-
تازه خبرونه1 day agoسترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت
-
سوداگري2 days agoافغانستان، ازبکستان او هند د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې
-
تازه خبرونه1 day agoاروپايي ټولنې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو په برابرولو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ
