سیمه ییز خبرونه

روسيه په افغانستان كې د پانگونې د څرنگوالي څېړنه غواړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د روسيې د ولسمشر ځانگړى استازى وايي:

په روسيه كې د افغانانو د سوداگريز مركز پرانستل د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړيكو د پراختيا پر لوري ستر گام دى.

په افغانستان كې د روسې د ولسمشر ځانگړى استازى ضميركابلوف وايي، چې:

په تېريو كال كې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو خبرې اترې هم  د سوداگرۍ او اقتصاد په اړه د اړيكو د پراختيا لامل گرځيدلي دي.

همدا راز په روسيه كې د افغانانو د سوداگرۍ د خونو مسوول وايي، چې:

د روسيې دولت په پام كې لري، چې يو ځل بيا د افغانستان د كور جوړونې پر رياست او د بگرام د سمنټو پرفابريكه پانگونه وكړي.

كابلوف په مسكو كې د افغانانو د سوداگريز مركز د  كليزې مراسم، چې په كابل كې جوړ شوي وه وويل:

د دغه مركز پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيكو د پراختيا په برخه كې ښه رول لوبولاى شي .

په مسكو كې د افغانانو د سوداگريز مركز رييس نادرشاه وايي، چې:

د روسيې له دولت سره په افغانستان كې د پانگونې په موخه خبرې روانې دي.

هغه زياتوي، چې:

ښايي په نږدې راتلونكې كې د روسيې يو شمېرلوړ پوړي چارواكي په افغانستان كې د پانگونې  او د پانگونې د څرنگوالي په اړه د څېړنو په موخه  كابل ته راشي.

څه موده وړاندې د افغانستان، روسيې، تاجكستان او پاكستان د ولسمشرانو په څلور اړخيزه ناسته كې د روسيې ولسمشر ويلي وه، چې:

روسيه په افغانستان كې د لا زياتو پانگونو ملاتړ كوي.

په افغانستان كې د روسېې د پانگونې په باب په داسې حال كې خبرې كيږي، چې دغه هېواد له كورنيو جگړو وړاندې د افغانستان په بېلابېلو برخو كې لويې پانگونې كړې وې، چې له هغو څخه د هېواد په بېلابېلو برخو كې د زرگونه بلاكونو جوړلو او د افغانستان پر كانونو پانگونه يادولى شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version