سیمه ییز خبرونه
روسيې او هنگري ته استول شوي محصلين له اقتصادي ستونزو سره مخ دي
هغه افغان محصلين، چې بهر او په ځانگړي توگه روسيې او هنگري ته د زده كړو په موخه استول شوي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
محصلين وايي:
افغان دولت مو اقتصادي ستونزو ته پام نه كوي؛ څو مياشتې كيږي، چې پيسې نه رارسيږي.
د لوړو زده كړو وزارت وايي:
هغه محصلين، چې د دغه وزارت په بورسونو استول شوي له مالي امتيازه برخمن دي.
په تېرو يوولس كلونو كې يو شمېر ځوانان د زده كړې د دوام په موخه د افغان دولت له خوا بهرنيو هېوادونو ته استول شوي دي.
د لوړو زده كړو وزارت د دې محصلينو شمېر لس زره تنه ښيي.
په روسيه كې افغان محصل رومان شريفي او په هنگري كې جمشيد صديقي په دې اړه د افغان دولت له نه پاملرنې اندېښمن شوي دي.
دوى وايي:
ډېره موده كيږي، چې افغان دولت مياشتينۍ پيسې نه دي راكړي او له اقتصادي ستونزو سره مخ يو.
د لوړو زده كړو وزارت وياند محمد عظيم نوربخش وايي:
هڅه كوو، چې په بهر كې د ميشتو افغان محصلينو ستونزې د بهرنيو چارو وزارت له لارې حل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان دولت په بهر كې د افغان محصلينو د زده كړو لپاره هركال پېنځه ميليون دالره ځانگړي كوي.