تازه خبرونه

روسيې د ترهګرو له نوملړه د اسلامي امارت پر لرې کولو غور پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۴, ۱۴۰۳)

د روسیې تاس خبري آژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو پر حواله خبر ورکړی، چې دغه وزارت د ترهګرو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د ایستلو په اړه غور کوي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا هم څرګنده کړې: د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو (اسلامی امارت) د ایستلو په اړه موضوع د بهرنیو چارو وزارت، عدلیې او نورو اړوند بنسټونو له‌خوا تر ارزونې لاندې ده.

د راپور له مخې، په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د روسیې لوړپوړي چارواکي کوي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته تائید کړې وه، چې هېواد یې له اسلامي امارت سره د « ترهګرۍ پر وړاندې د منظمې مبارزې» په برخه کې همکاري روانه ساتي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په ۲۰۰۳ ز. کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا په اړوند نوملړ کې له راتلو وروسته روسیې هم د یوې ترهګرې ډلې په توګه وپېژندل.

Trending

Exit mobile version