سیمه ییز خبرونه
روسيې له ناټو څخه د افغانستان په اړه د ډاډ وركولوغوښتنه كړې
په داسې حال كې، چې د لزبن كنفرانس د پرېكړو له مخې تر دوه زره څوارلسم كال پورې نړيوال سرتېري له افغانستان وځي او افغان ځواكونه د خپل هېواد امنيتي چارې تر لاسه كوي، روسيې له ناټو غوښتي، چې په افغانستان كې د خپل لس كلن ماموريت په اړه د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته بشپړ وضاحت وړاندې كړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف د بريتانيا له بهرنيو چارو وزير سره په خبري كنفرانس كې ويلي روسيه غواړي وپوهيږي، چې ناتو په افغانستان كې په خپل ماموريت كې بريالۍ وه او كه نه؟
د روسيې دفاع وزير ټينگار كړى، چې له افغانستان څخه د نړيوالو سرتېرو د وتلو لپاره بايد د ليزبن كنفرانس پرېكړې په پام كې ونيول شي.
د روسيې دفاع وزير سرگي شويگووايي:
كه افغان ځواكونه ښه و روزل شي او په راتلونكيو دوه كلونو كې ښه پياوړي شي او د افغانستان په شمالي ولايتونو كې، چې موږ ور سره علاقه لرو، د عملياتو توان پيدا كړي، نو په دغه صورت كې د ليزبن د مهال وېش د عملي كيدو لپاره مناسب وخت دى.
دا په داسې حال كې ده چې امريكا له افغان حكومت سره د امنيتي تړون په باب خبرې كوي، چې له مخې به يې په افغانستان كې له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د پاتې كيدونكيو امريكايي سرتېرو څرنگوالى او څومره والى هم څرگند شي.
د امريكا د كانگرس د پوځي خدمتونو كميتې رييس هاورد بي مك كيون وايي:
موږ نه غواړو، چې د عراق تېروتنه په افغانستان كې تكرار كړو. زموږ ديارلس زره شپږ سوه سرتېري به د ائتلاف د شپږو زرو تركيبي سرتېرو سره په گډه په افغانستان كې زمونږ د سرتېرو د فعاليت خطر كم كړي.
افغان حكومت وايي، چې په افغانستان كې له دوه زره څوارلسم كال وروسته د نړيوالو سرتېرو حضور له هر هېواد سره په يوه نوي تفاهم كې شونى دى.