تازه خبرونه

روسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي

د دغه شرکت مسوولانو زیاته کړي، افغانستان د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې د میلیونونو ډالرو پانګونې د راجلبولو وړتیا لري.

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۸, ۱۴۰۵

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو ويلي؛ د روسیې یو شمېر لوی شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د دغه شرکت مسوولانو زیاته کړي، افغانستان د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې د میلیونونو ډالرو پانګونې د راجلبولو وړتیا لري.

د دوی د څرګندونو له مخې، د برښنا شرکت ډېره برخه اړین وسایل له ګاونډ او نورو هېوادونو څخه پېرودل کېږي او د کورني تولید زیاتېدا کولی شي تر یوه بریده پر وارداتو تکیه راکمه کړي.

د خصوصي سکټور غړيو هم ويلي، د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې پانګونه یوه جدي اړتیا ده.

دوی ټینګار کړی؛ په هېواد کې د برښنايي وسایلو د پراختیا او تولید په برخه کې د پانګونې بهیر باید چټک شي، چې د دغو وسایلو واردات کم او کورنی تولید زیات شي.

د خصوصي سکټور د څرګندونو له مخې؛ دا کار به د وارداتو پر کچه تکیه راکمه او د زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره کړي.

اقتصادي شنونکو ويلي؛ د برښنا د تولید ترڅنګ باید د برښنا د تولید او لېږد لپاره د کارېدونکو وسایلو د تولید په برخه کې د پانګونې کچه لوړه شي، چې په هېواد کې تولید شوي برښنايي وسایل د هېواد بازارونو ته وړاندې او د بهرنیو محصولاتو د واردولو مخه ونیول شي.

د یادونې ده، چې اوسمهال له چین، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته برښنايي وسایل واردېږي.

Trending

Exit mobile version