نړۍ

روسیه او چین به د اروپا پر امنیت خبرې وکړي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۹, ۱۴۰۰)

ټاکل شوې د روسیې او چین ولسمشران ولادمیر پوتین او شي جینپینګ د اروپا د امنیت په اړه ګډې خبرې وکړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې پوتین به د فبرورۍ پر څلورمه د بېجینګ د ژمنیو المپیک لوبو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.

واشنګټن او نور متحدین به له نږدې د چین او روسیې د مشرانو ترمنځ د خبرو څارونکي وي.

د پوتین دغه سفر په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د مسکو او لویدیځ ترمنځ کړکېچ مخ پر ډېرېدو دی.

د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف ویلي: فکر کوم، چې په اروپا کې سټراټیژیک ثبات، د روسیې امنیتي تضمین، په اروپا کې د امنیت، د امریکا او ناټو سره د روسیې د خبرو اترو په ګډون د سیمه ییزو ستونزو او د نړیوالو مسلو په اړه ډېر وخت ته اړتیا ده.

مسکو له اوکراین سره د خپلې پولې په اوږدو کې لسګونه زره پوځیان ځای پر ځای کړي، چې پر اوکراین یې د روسیې د برید وېره راپارولې؛ خو مسکو تل پر کیف د برید کولو نیت رد کړی دی.

Trending

Exit mobile version