تازه خبرونه

روسیه د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنې‌پټلۍ بدیله لار جوړول ارزوي

خوسنولین له ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي؛ د دې لارې موخه دا ده، چې د هرمز او باسفور تنګیو لپاره بدیله لاره رامنځته شي او روسیه پر دغو تنګیو خپله تکیه راکمه کړي.

Published

on

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال مارات خوسنولین ويلي، هېواد به یې د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنې‌پټلۍ د یوې لارې د جوړولو امکان وڅېړي.

خوسنولین له ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي؛ د دې لارې موخه دا ده، چې د هرمز او باسفور تنګیو لپاره بدیله لاره رامنځته شي او روسیه پر دغو تنګیو خپله تکیه راکمه کړي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، د هرمز او باسفور تنګیو د امنیتي ګواښونو له کبله د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان له لارې د نوي اوسپنې‌پټلۍ او ټرانزیټي لارې د جوړولو طرحه هم څېړل کېدی شي.

نوموړي ویلي؛ هره هغه لاره، چې هند ته د لاسرسي زمینه برابره کړي، د مسکو لپاره د منلو وړ ده.

دا وړاندیز په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدا وروسته د هرمز تنګي له لارې د سمندري لېږد د امنیت او باوري تګ راتګ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی، چې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د پام وړ برخه یې له لارې لېږدول کېږي.

Trending

Exit mobile version