کوید۱۹
روسیه د کرونا ویروس پاتې لګېدلي محدودیتونه هم لغو کوي
روسیې څرګنده کړې، چې دوی له کرونا ویروسه د مړینې او ناروغۍ په کچه کې د لږوالي له کبله د ماسک کارولو د اړتیا په ګډون ټول لګېدلي محدودیتونه پای ته رسوي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ دغه هېواد د حالاتو له خرابېدو سره د محدودیتونو د بیا پلي کولو شونتیا هم رد کړې نده.
پر مصرف کوونکيو د څارنې ادارې ویلي، چې د ماسک په ګډون د شپې خواړه او نور محدودیتونه له دې مخکې ځنډول شوي دي.
دې ادارې ویل، چې په روسیه کې د ویروس بڼه بدلول له نړیوال بهیر سره مطابقت لري او ۹۳ سلنه تائید شوې پېښې هم نرمې یا بې نښې وې.
د رویترز څرګندونې ښیي، چې د دغه ویروس له پیله د ۲۰۲۰ کال تر اپریله په روسیه کې ۸۰۰۰۰۰ کسان له کرونا ویروسه مړه شوي او تر دې دمه یې له ۱۸ میلیون څخه ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
