سوداگري
روسیه غواړي خپل طبیعي ګاز د افغانستان او پاکستان بازارونو ته ولېږدوي
د روسیې لومړي وزیر مرستیال څرګنده کړې، چې هېواد یې غواړي طبیعي ګاز د منځنۍ آسیا یا ایران له لارې افغانستان او پاکستان ته ولېږدوي.
پر روسیې د لویدیځ بندیزونو دا هېواد اړ کړی، چې د خپلو طبیعي ګازو د پلور لپاره مناسب بازار ومومي. له همدې کبله روسیه غواړي خپل طبیعي ګاز د افغانستان او پاکستان بازارونو ته صادر کړي.
د روسیې لومړي وزیر مرستیال الکساندر نوواک تاس خبري آژانس ته په مرکه کې څرګنده کړې؛ روسیه کولی شي په اوږدمهال کې خپل طبیعي ګاز د منځنۍ آسیا یا ایران له لارې افغانستان او پاکستان ته ولېږدوي.
د روسیې لومړي وزیر مرستیال الکساندر نوواک ویلي؛ که مونږ له ژور لید څخه خبرې وکړو، د منځنۍ آسیا د زیربنایي پروژو له کارولو یا د ایران له لارې، دا ممکنه ده، چې افغانستان او پاکستان ته ګاز صادر کړو. دا پدې معنا ده، چې مونږ به دوی ته له سیمې څخه ګاز ورکړو.
د اقتصادي کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د سیمې له هېوادونو څخه د هرې اقتصادي پروژې رسیدل به په افغانستان کې د پانګونې باور زیات کړي.
اقتصادي شنونکی عبدالناصر رشتیا وايي: هره هغه سیمه ییزه پروژه، چې د افغانستان له لارې پلې کېږي او د سیمې هېوادونو ته لېږدول کېږي، کولی شي په افغانستان کې د پانګونې اعتبار لوړ کړي. له بلې خوا د جنوبي آسيا هېوادونه انرژۍ ته سخته اړتيا لري. د روسیې په ګډون د منځنۍ آسیا هېوادونه د روسیې پر وړاندې د بندیزونو له کبله د نویو بازارونو په لټه کې دي.
دغه راز د ازبکستان او پاکستان استازیو هم هوکړه کړې، چې د افغانستان له لارې د ترانزیت لپاره خپلې دوه اړخیزې او ګډې پانګونې او سوداګري زیاته کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي: که مونږ په افغانستان کې پر نسبي ډول ترانزیتي او ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې کړو؛ کولی شو افغانستان له دغو پروژو څخه د پام وړ ګټه پورته کړي.
روسیه په داسې حال کې د ې پلان ته چمتوالی نیسي، چې افغانستان هم د لویدیځ تر سختو اقتصادي بندیزونو لاندې دی. اسلامي امارت چارواکو په وار وار ټینګار کړی، چې افغانستان په سیمه کې په یوه ستر اقتصادي او ترانزیتي مرکز بدلوي.